د کابل د ولسي جرګې ټاکنو د رایو د باطلېدو په اړه د ټاکنیزو کمېسیونونو ترمنځ د اختلافاتو له زیاتوالي یوه ورځ وروسته د دغه کمېسیونونو غړو د ولسمشر له دوهم مرستیال، د سترې محکمې له رییس او لوی څارنوال سره په ګډه ناسته کې د کابل د رایو په اړه د بیا کتنې په هکله هوکړه وکړه.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي په دې اړه وویل:«په دې هوکړه وشوه چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د کابل ولایت د رایو باطلېدو په اړه بیاکتنه کوي او دواړه کمېسیونونه اختلافونه سره حل وي.»
د ټاکنیزو کمېسیونونو په ګډه اعلامیه کې راغلي په دې ناسته کې هوکړه وشوه چې دا کمېسیونونه به هم خپل اختلافات په تفاهم سره حل کړي.
د ولسي جرګې غړی شیر احمد ته ینج څرګنده کړه:«هر هغه ګام چې د ټاکنو له روڼتیا سره مرسته کوي د قدر وړ ده.»
په دغه ناسته کې هوکړه وشوه چې ټاکنیز کمېسیونونه د یو بل په همغږۍ کار وکړي.
د څارونکو بنسټونو د ټولنې غړي خلیل روفي وویل:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون نور د ټاکنو د مدیریت او رهبرۍ وس نهلري او د ټاکنو کمېسیون د مشرتابه او غړو دندې ځندولې دي.»
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دې بنسټ کار کې هر ډول ناتواني نه مني.
له بلخوا په هرات کې د ولسي جرګې یو شمېر معترض نوماندان په دغه ولایت کې د ټاکنو د رایو د باطلېدو غوښتنه کوي.
هرات کې نوماند احمد جاوېد زیارتجاهي څرګنده کړه:«کهچېرې په هرات کې له سپينو د تورو رایو د تشخصی لپاره سم میکانیزم نه وي، زموږ غوښتنه دا ده چې په هرات کې هم ټاکنې د کابل په څېر بیا ترسره شي.»
له دې سره سره له حکومتي چارواکو سره د ټاکنیزو کمېسیونونو د مسوولینو په ګډه ناسته کې پرېکړه وشوه چې د ټاکنو کمېسیون د رایو بایومتریک مالومات او نور هغه مالومات چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ورته اړتیا لري د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته یې برابر کړي.