Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټاکنې؛د کابل لومړنيو پایلو د اعلان پر ځنډ د څارونکو بنسټونو نیوکې

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه او همدارنګه د ولسي جرګې ځينې استازي وايي چې د پردې تر شا له ځينو نوماندانو سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غړو د معاملو له امله، د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ او همدارنګه وروستۍ پایلو اعلان تل له ځنډ سره مخ شوی دی.

د فیفا بنسټ ویاندې مروه امیني په دې اړه وايي:«ځينې څيزونه شته او موږ ته هم رسېدلي چې د دغې پروسې له اوږدېدو سره په دغه بهیر کې مالي فساد رامنځته کېږي او دا موضوع زموږ لپاره هم د اندېښنې وړ ده.»

د مشرانو جرګې غړی عبدالله قرلق هم څرګنده کړه:«کابل کې د ټاکنو په ترسراوي کې پراخ تقلت او کمزوری مدیریت د دې لامل شوی چې دوی تراوسه هم جمع نه شي کړای.»

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسي جرګې د وروستیو پایلو اعلان لپاره د ټاکنو شکایتونو کمېسیون د ارزونو پای ته په تمه دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر حفیظ الله هاشمي په دې اړه په ډاګه کړه:«د قانون پر بنسټ دا کار د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دی چې خپلې ارزونې پای ته ورسوي او هغه موږ ته وسپاري ترڅو ژر تر ژره د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې اعلان کړو.»

خو د ټاکنو شکایتونو کمېسیون وايي، د دولسو ولایتونو په اړه د شکایتونو ارزونه د دوی له لوري پای ته رسېدلې او د نورو ولایتونو د شکایتونو ارزونه به په نږدې راتلونکي کې پای ته ورسېږي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند علي رضا روحاني څرګنده کړه:«دولس ولایتونه مو په بشپړه توګه وروستي کړي او د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې د تطبیق لپاره چمتو دي او له هغه وروسته په یوه بل پړاو کې کابو لس نور ولایتونه به د بلې اوونۍ په وروستیو کې وروستي شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د یو شمېر ولایتونو د لومړنیو پایلو له اعلان یوه نیمه میاشت تېرېږي او د قانون او د شکایتونو کمېسیون د مهال‎وېش پر بنسټ باید د دې ولایتونو ټاکنیز شکایتونه په یوې میاشت کې ارزول شوي وای.

اوس د کابل د پایلو په اعلان کې د پام وړ ځنډ ترسترګو کېږي خو وبه لیدل شي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دې ولایت د ټاکنو پایلې راتلونکې اوونۍ کې به اعلان کړي او که نه؟

د کابل د ولسي جرګې ټاکنو پایلو اعلان او دغه راز د ولسي جرګې ټاکنو د ټولو ولایتونو د وروستیو پایلو ځنډ پر ټاکنو د څار بنسټونو او د ملي شورا د غړو سختې نیوکې راپارولي.

شریک یي کړئ