په داسې حال کې چې ټاکنو ته دوه ورځې پاتې دي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د اوو تنو نوماندانو نومونه له وروستي نوملړه لیرې کړي دي.
له میدان وردګو ولایت نه نومانده روحینا ولیزاده له دندې د استعفا د نه ورکړې له امله، له فراه نه عبدالکریم شفق پر حبس د محکومیت له امله، چې اوس هم په زندان کې دی لیرې کړل شوي دي.
همدارنګه له هرات ولایت نه حبیب الله غوریاني پر یو جرم د تورنېدو او احمدشاه سادات حسیني د ایراني تابعیت لرلو له امله له لیسته لیرې شوي دي.
له کندوز نه عبدالله ساحل او له غور نه غلام نبي ساقي هم له دندو د استعغا د نه ورکړې له امله او له بلخ نه سمیرا خیرخوا بیا د کم عمر له امله له لیسته ایستل شوي دي.
د ټاکینزو شکایتونو کمېسیون ویاند علیرضا روحاني نن (پنجشنبه، د تلې ۲۶مه) په کابل کې یوې خبري ناستې ته دغه نومونه اعلام کړل.
دې کمېسیون په تېره زمري میاشت کې هم ۳۵ تنه نوماندان د مختلفو دلایلو له امله له نوملړه وایستل.
د راتلونکو ټاکنو لپاره چې شنبه(د تلې ۲۸مه) به ترسره شي، ۲۵۰۰ تنو خپل ځانونه نوماندان کړي دي.