Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټاکنې؛ هلمند کې معترضو نوماندانو پرلت کړی

هلمند کې د ولسي جرګې ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته د دغه ولایت ځينو معترضو نوماندانو د دې په پار چې ګواګې په ټاکنو کې درغلي شوې د ټاکنو کمېسیون د سیمه‎ییز دفتر مخې ته د پرلت خېمه ودروله.

دغه اعتراض کوونکي نوماندان وايي هلمند کې د رايي شمېرنه کې په پراخ توګه درغلي شوې. او د رايي په بیا شمېرنه کې د ټاکنو کمېسیون د پلاوي د راتګ غوښتنه کوي.

معترض نوماند میرزاحسین علیزاده په دې اړه وویل:«دا ۵۳ زره رایې چې په هلمند کې استفاده شوي، اوس ۸۳ زره رایو ته رسېدلي دي، موږ د عدالت غوښتونکي یوو دا ۵۳ زره رایې چې استفاده شوي دا د هلمند د خلکو واقعي رایې دي همدا باید وشمېرل شي. او د رایو ټول ۶۱۰ صندوقونه چې په ۷۴ محلونو کې اېښودل شوي باید ۶۱۰ صندوقونه د هغه پلاوي په حضور کې چې له مرکزه د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیونه راځي ټول صندوقونه بیا وشمېرل شي.»

همدارنګه یو بل معترض نوماند انجنر اشرف هم څرګنده کړه:«چې ۵۳ زره رایه څنګه ۸۳ زره شوې، ایا د ټاکنو پر مهال رایه کمېږي او که لوړېږي؟ موږ حقیقت غواړو چې حقیقت څه دی.»

حاجي صوفي بل معترض نوماند وايي:«موږ له دوی څخه ناقانونه پوښتنې نه کوو، موږ خپل حق غواړو، او د خپل حق دفاع کوو، موږ به دا ځای تر هغې پرې نه ږدو چې زموږ حق نه وي راکړل شوی.» 

د هلمند ولایت اعتراض کوونکي نوماندان وايي په هلمند ولایت کي په لوړمړي ورځ ۵۳ زره رايي استعمال شوي دي ، خو اوس ۸۳ زره ته لومړي شوې دي او دا د درغلیو یوه بېلګه یاده وي دوی د هلمند ولایت د ټاکنو د سیمه‎ییز دفتر د ټولو کارکوونکو د تبدیلېدو غوښتنه کوي. او وايي د کمېسیون د پخوانیو کار کوونکو په شتون کي د رايي شمېرني پروسي ته اجازه نه ورکوي.

معترضه نومانده نجیبه پایز وايي:«زموږ اعتراض د دې په پار دی چې له موږ سره غټ ظلم شوی، موږ په دغه ولایت کې د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو کمېسیونونو د کارکوونکو تبدیلي غواړو، او نور نوي خلک دې راشي چې زموږ غږ دې واوري. او زموږ پاکه رایه زموږ په لاس کې راکړي.»

هلمند کې بله معترضه نومانده جمیله نیازۍ څرګندوي:«موږ هغه څه غواړو چې د شفافیت پر بنسټ وي، موږ هغه وخت قناعت کوو چې ټوله رایه وشمېرل شي او زموږ قناعت حاصل شي، موږ نه وایوو چې موږ دې پارلمان ته ولاړ شو.»

یادو اعتراض کوونکو د غونډې په لړ کې د یوه پرېکړه لیک په ترڅ کې په ډاګه کړه چې د کارکوونکو بدلون، د شپې لخوا د مامورینو په کار بندیز، د بایومېټریک رايو منل، په لومړۍ ورځې د اعلان شوي رايو تایید، د شکایتونو څېړل له نوماندانو سره په لاس کې د اسنادو منل او دې ته ورته نور د درغلیو د مخنیوي ټکي شامل وو.

خو هلمند کې د تاکنو کمېسیون د سیمه‎ییز دفتر چارواکي د معترضو نوماندانو د اعتراض په اړه له خبرو کولو ډه ډه کوي.

د هلمند ولایت یو شمېر معترضو نوماندانو د یاد ولایت د ټاکنو کمېسیون سیمه‎ییز دفتر مخي ته د پرلت خېمې په درولو سره د یاد کمېسیون چارې له خنډ سره مخ او دغه کمېسیون ته د تګ راتګ مخه ونیوله.

شریک یي کړئ