Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټاکنې؛ ولسمشر رایه ورکړه او ټاکنیز بهیر پیل شو

ولسمشر غني د هېواد پارلماني ټاکنو پیل په موخه خپله رایه وکاروله او له دې سره په ټول هېواد کې نن(شنبې د تلې په ۲۸مه نېټه) د رایې ورکړې بهیر پیل شو.

له دې سره د هېواد ۳۲ ولایتونو کې خلکو چې د رایې ورکړې مرکزونو تر شا یې  لیکي جوړې کړې وې او د رایې ورکولو بهیر د پیل په تمه وو، دا لړۍ پيل کړه.

ښاغلي غني او د هېواد لومړۍ مېرمنې، رولا غني د پلازمینې کابل په اماني لیسه کې خپلې رایې صندوق ته واچولې.

نوموړي له رایې اچوونې وروسته رسنیو ته په خبرو کې د ټاکنو د پیل مبارکي وویله او څرګنده یې کړه چې چا د ټاکنو پر ترسره کېدو باور نه درلود او پرې یې شکونه او نیوکې درلودې، خو اوس مهال دا شکونه او نیوکې په باور او همکاریو بدل شوي دي.

ولسمشر غني د ټاکنو بهیر لپاره د خلکو نوماند کېدل او د رایې ورکړې لپاره د نومونو لیکل پر قانون د خلکو د باور ښکارندوی وباله.

همداراز د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس، عبدالبدیع صیاد د ښاغلي غني د رایې ورکړې وروسته له خلکوغوښتنه وکړه د رایې ورکړې په بهیر کې ګډون وکړي.

نوموړي د ټاکنو کمېسیون پر کارکوونکو او امنیتي ځواکونو غږ وکړ چې خپل بې پرې والی وساتي.

ولسمشر رسنیو ته په خپلو خبرو کې پر ولس غږ وکړ، چې رايه ورکړي، هغه ټول هېواد ته د ټاکنیزو موادو د رسېدو یادونه هم وکړه. 

ډاکټر غني له نوماندانو هم مننه وکړه، چې له ډیموکراټيکي لارې ځانونه د ولس استازۍ ته راوتلي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د وینا له مخې د رایه ورکوونې بهیر به د مازدیګر په څلورو بجو پایته ورسیږي، خو په هغو مرکزونو کې چې د رایه ورکوونکو شمیر زیات وي، ښایې دا بهیر وغځول شي.

د ولسي جرګې دې ټاکنو لپاره کابو نهه میلونه کسانو خپل نومونه لیکلي دي.

ټاکل شوې ده چې د نن ورځې د ټاکنو له لارې چې ۲۵۶۵ تنه ورته نوماند دي، له ډلې به یې ۲۴۹ تنه ولسي جرګې ته لار پیدا کړي.

له غزني او کندهار پرته په ۳۲نورو ولایتونو کې د ټاکنیز بهیر د ترسره کېدو خبر ورکړل شوی دی.

شریک یي کړئ