ټاکل شوې نن (شنبې د تلې په ۲۸مه نېټه) د ولسي جرګې ټاکنو د رایه ورکونې بهیرد سهار په اوو بجو د هېواد په دوو دېرشو ولایتونو کې پیل شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د وینا له مخې د رایه ورکوونې بهیر به د مازدیګر په څلورو بجو پایته ورسیږي، خو په هغو مرکزونو کې چې د رایه ورکوونکو شمیر زیات وي، ښایې دا بهیر وغځول شي.
د ولسي جرګې دې ټاکنو لپاره کابو نهه میلونه کسانو خپل نومونه لیکلي دي.
ټاکل شوې ده چې د نن ورځې د ټاکنو له لارې چې ۲۵۶۵ تنه ورته نوماند دي، له ډلې به یې ۲۴۹ تنه ولسي جرګې ته لار پیدا کړي.
کندهارـ دا په داسې حال کې د چې په کندهار کې د پنجشنې پېښې له کبله ټاکنې د یوې اوونۍ لپاره وځنډول شوې.
پنجشنبې د تلې په ۲۶مه نېټه په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې د وروستې پيښې له امله د یوې اونۍ ځنډ سره مخ شوې.
د پنجشنبې ورځې په پېښه کې د کندهار امنیه قومندان، جنرال عبدالرازق هغه مهال ووژل شو چې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له عمومي قومندان سکاټ مېلر سره له یوې ناستې بهر کېده.
ویل کېږي چې ډزې د کندهار د والي د ساتونکو له خوا شوې دي.
غزني ـ د غزني ټاکنې هم د دغه ولایت د اوسیدونکو لخوا د حوزه یې ټاکنو د شخړې له امله تر نا معلومې مودې ځنډیدلې دي.
هرات ـ د هرات سیمه ییز چاوراکي د دغه ولایت ټول هغه ټاکنیز مرکزونو پرانیستي پاتې کېدو خبر ورکوي چې په کې نوم لیکنه شوې ده. په هرات کې د ټاکنیزو مرکزونو شمېر درې سوو ته رسیږي.
اخوا د هرات اوسیدونکي ژمنه کوي چې په ټاکنو کې به پراخ ګډون وکړي.
پکتیا ـ د پکتیا اوسیدونکي په ټاکنو کې د پراخ ګډون خبره کوي. دوی زیاتوي له ګواښونو ویره نه لري او غواړي په هېواد کې ولسواکي پلي کړي.
ننګرهارـ په ننګرهار کې د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره ۱۱۹ نارینه او ۱۸ مېرمنې سیالي کوي. د ننګرهار د ټاکنو سیمهییز دفتر وايي د ټاکنو لپاره پوره چمتوالی نیول شوی دی.
په همدې حال کې د ننګرهار اوسیدوونکي هم په ټاکنو کې د پراخ ګډون ژمنه کوي.
بدخشان ـ بدخشان سیمه ییز چارواکي وایي د دغه ولایت ټولو ټاکنیزو مرکزونو ته د ټاکنو اساسي توکي رسول شوي. د مسوولانو په وینا د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره پوره تابیاوې په نظر کې نیول شوي. په همدې حال کې د بدخشان د عالمانو شورا له خلکو غواړي په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.
بلخ ـ د بلخ ولایت اوسېدونکي هم وايي چې په ټاکنو کې به ګډون کوي او خپلو راتلونکو استازو ته به رایه ورکوي. دوی زیاتوي هغو کسانو ته به رایه ورکړي چې د خلکو د وکالت وړتیا ولري. اخوا په بلخ کې د ټاکنو د سیمهییز دفتر رئیس وايي په دغه ولایت کې څه باندې ۴۴۷ زره کسانو د ټاکنو لپاره نوم لیکنه کړې ده.