Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په ټاکنو کې د ښځو پراخ ګډون په اړه د ولسمشر دوهم مرستیال خوښي

 د ولسمشر دوهم مرستیال، سرور دانش د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ښځو او نارینه‎و پراخ ګډون، ټولنه کې د ژور بدلون ښکارندوی وباله.

ښاغلي دانش سې‎شنبې (لړم په لومړۍ نېټه) کابل کې د استندرد نړیوالې ورځې په مناسبت خبري ناسته کې وویل چې خلک له ستونزو او امنیتي ګواښونو سره سره د رایې ورکړې لپاره ولاړل.

نوموړي زیاته کړه:«د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه نېټه خلک د ولسواکۍ پیاوړتیا او د نظام ثبات په موخه خپله رایه وکاروله. د رایې ورکوونکو اوږدې لیکې د افغانستان د خلکو د کلکه اراده څرګنده کړه.»

د ولسمشر دوهم مرستیال وړاندې وویل:«په ټاکنو کې د ښځو پراخ ګډون هېواد کې ژور بدلون ښکاره کوي. د ټاکنو روښانه پیغام دا وه چې خلک غواړي له دموکراتیکو لارو سیاسي ستونزې هوارې کړي، نه د جګړې او تاوتريخوالي له لارې.»

ښاغلی دانش همداراز وايي د دولت مخالف وسله‎وال باید پوه شي چې خلکو خپله لاره غوره کړې ده او که دوی د خلکو ترڅنګ درېدل غواړي، نو خپلې موخې دې له سیاسي لارو وڅاري، نه د ځانمرګو بریدونو او چاودنو له لارې.

ده وویل:«د دولت مخالف وسله‎وال باید پوه شي چې د افغانستان خلکو خپله لاره غوره کړې ده او که دوی غواړي چې د افغانستان ملت ترڅنګ ووسي نو د سیاسي آزاد رقابت له لارې دې خپل مشروعیت د افغانستان له خلکو واخلي.‎»

سرور دانش همداراز د ټاکنو په اړه وویل چې د ټاکنو په بهیر کې د تخطي او درغلیو په اړه ثبت شوي شکایتونه باید د مسوؤلو بنسټونو لخوا وڅېړل شي.‎«موږ ټول پوهېږو چې د ټاکنو په بهیر کې یو شمېر ستونزې وې او رامنځته شوې او تخطۍ وشوې، هیله ده چې سیاسي ګوندونه، مدني بنسټونه، نوماندان، ناظرین او دافغانستان ټول خلک خپل شکایتونه په اصولي توګه ترتیب کړي او مسوؤلو بنسټونو ته یې وسپاري.»

د مسوؤلو بنسټونو لخوا د ټاکنو په اړه د شکایتونو د څېړنې په اړه ښاغلي دانش وویل:«دا د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون مسوؤلیت دی چې د خلکو له رایې په سمه توګه ساتنه وکړي او د خلکو شکایت او ټاکنیزې درغلۍ وڅېړي.»

د ولسمشر دوهم مرستیال همداراز اشاره وکړه چې ډېر ژر به په کندهار او غزني کې هم ټاکنې ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ مانۍ د جنرال عبدالرازق تر وژل کېدو وروسته په کندهار ولایت کې د ولسي جرګې د ټاکنو په ترسراوي کې د یوې اوونۍ ځنډ اعلان کړ.

هېواد کې (د تلې په ۲۸ مه) د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شوې.

په غزني کې هم د خلکو لخوا پر حوزوي ټاکنو د نیوکو له کبله ټاکنې ترسره نشوې.

د ولسمشر د دوهم مرستیال په وینا د ټاکنو په بهیر کې د تخطي او درغلیو په اړه ثبت شوي شکایتونه باید د مسوؤلو بنسټونو لخوا وڅېړل شي

شریک یي کړئ