Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پکتیا چارواکو ټاکنو کې پر پراخي ګډوډۍ نیوکه وکړه

د پکتیا چارواکي په دې  ولایت کې د ټاکنو ساحوي دفتر پر کمزوري مدیریت تورنوي. 

د پکتیا والي شمیم خان کټوازی وايي ټاکنیز بهیر کې د پراخې ګډوډۍ شاهد و. 

د هغه په وینا د ټاکنو ساحوي دفتر د کمزوري مدیریت له امله ګڼ کسان د رايې له حقه محروم شول. 

هغه زیاته کړه:«موږ په ځينو ځایونو کې له ستونزو سره مخ و، چې د ټاکنو کمېسیون مربوط کېږي، که د ټاکنو بهیر ستونزه لرله، که د رایه ورکوونکو شمېر کم و، په دې خاطر چې بایومټریک سیستم ستونزه لرله، د رایه ورکوونکو نوملړ کې ستونزه وه او د کمیسیون کارکوونکو د لنډې مودې لپاره زده کړې کړې وې.»

په دې ولایت کې د ټاکنیز ساحوي دفتر مشر امین الله فضلي هم د پکتیا د والي ځينې نیوکې مني او وايي چې حتی کارکوونکي د زورواکو له لوري وهل شوي دي.

هغه وايي:«د کمېسیون کارکوونکي د زورواکو له خوا وهل شوي، صندوقونه په زور واخیستل شول، حتی ځينو ولسوالیو ته يې کارکوونکو ته د تګ اجازه ور نه کړه.»

د پکتیا امنیه قومندان رازمحمد مندوزی وايي دوی د طالبانو هغه دعوه چې ټاکنې به ناکامې کړي، له منځه یووړه. 

د دې تر څنګ هغه زیاتوي چې له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي:«هر چا چې په دنده کې غفلت کړی، یا يې په ټاکنو کې مداخله کړې، له هغوی سره مو هغه وخت هم اجرات کړي او له دې وروسته به هم له سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي.»

د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان دادان لونګ هم دعوه کوي چې په پکتیا، پکتیکا، لوګر، خوست او میدان وردګو کې يې د طالبانو د ۱۲۷ بریدونو مخه نیولې. 

پکتیا کې د ټاکنو کمیسیو ساحوي دفتر وايي له ټولو ټاکنیزو مرکزونو د رایو صندوقونو را ټول شوي دي.
 
شریک یي کړئ