Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ځینې ولایتونو ته په ځنډ کې د ټاکنیزو توکو د رسېدو په اړه اندېښنې

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې د ټاکنو ترسراوي ته اوه ورځې پاتې دي، خو پر ټاکنو څارونکي بنسټونه یو شمېر ولایتونو ته د ټاکنیزو توکو پر نه رسېدو اندېښنه څرګندوي.

هغوی وايي چې حکومت او د ټاکنو کمېسیون باید دغه توکي دغو ولایتونو ته ورسوي او پرې نه‎ږدي چې خلک د رایو د ورکړې له حقه بې برخې شي.

د فیفا اجرايي رییس یوسف رشید څرګنده کړه:«ټاکنیز توکي باید په خپل ټاکلي وخت مرکزونو ته ورسېږي، له هغې په سمه توګه استفاده وشي او په دیون ګام کې، باید کارکوونکو ته ښه روزنه ورکړل شي. موږ اندېښمن یوو چې ځينې زورواکي چې له ځينو نوماندانو سره اړیکې لري ستونزې رامنځته کړي.»

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې ډېر ژر به ټولو ولایتونو ته د بایو مېټریک دستګاوو په ګډون ټاکنیز توکي ورسول شي.

د ټاکنو کمېسیون ویاند او منشي حفیظ الله هاشمي څرګنده کړه:«له مرکزه ولایتونو ته د توکو د استولو بهیر پیل شوی، ځينې توکي ولسوالیو ته رسېدلي دي او له هغه ځایه کلیو او بانډو ته استول کېږي.»

اخوا یو شمېر هېوادوال وايي چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د پراخ ګډون لپاره چمتوالی لري.

یو شمېر نور هېوادوال هم له نورو هېوادوالو غواړي چې د مصلحت او قوم پالنې پرځای د وړتیاوو له مخې د ولسي جرګې نوماندانو ته رایه ورکړي.

ټاکل شوې ده چې تر راتلونکو اوو ورځو – د تلې ۲۸ – په هېواد کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شي – هغه ټاکنې چې په هغه کې د غزني ولایت په استثنا سره د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې څه باندې ۲ زره او ۵۰۰ تنو ځانونه نوماند کړي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې ډېر ژر به ټولو ولایتونو ته د بایو مېټریک دستګاوو په ګډون ټاکنیز توکي ورسول شي.

شریک یي کړئ