Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل؛ پارېدلو کسانو د تذکرو په خښولو د ټاکنو خښېدلو زړه یخ کړ

د کابل ښار شمالي څنډه کې پارېدلو کسانو د خپلو تذکرو لپاره قبر وکینده او ويې ویل چې په دې ډول يې ټاکنې خاورو ته وسپارلې. 

د خیرخانې په نوې پروژه سیمه کې سلګونه تنه د ټاکنیزو کارکوونکو د سست بهیر له امله ونه توانېدل چې رايې وکاروي، دوی وايي د خپلو تذکرو په خښولو سره غواړي ټاکنې دفن کړي. 

د عبدالرب په نوم یوتن وايي:«د ټاکنو قبر کېندو، خښوو يې، له دې وروسته د ټاکنو په نوم هیڅ نه پېژنو.»

د مدینې په نوم یوه بله رایه ورکوونکې وايي تر دې ځایه موټر کې راغلې، خو ونه توانېدله چې رایه ورکړي.

هغه زیاتوي: «ټکسي مې ونیو راغلم، اوس بل ټکسي ونیسم چې بل ځای لاړه شم، بل ځای چې لاړه شم هم، همداسې به [مرکز] تړلی وي، دا څنګه قانون دی، دا څنګه دولت دی.»

دوی د ټاکنو په لومړۍ ورځ هم د ټاکنیزو مرکزو ناوخته خلاصېدو او د ټاکنیزو کارکوونکو سست کار پارولي و. 

د دې سیمې وکیل شاه مراد وايي: «په هیڅ صورت يې نه پرېږدو، چې صندوق له دې ځایه انتقال کړي.»

د حسیب نیازي په نوم یو تن هم له سست کار څخه ګیله‌من دی، هغه وايي:«خلک سخت ډېر و، خو د رایه اچونې پروسه ډېره سسته وه.»

د اسلام الدین په نوم یو تن رایه ورکوونکی وايي چې مرکز ته د رایې ورکولو پاڼې هم کمې ور لېږل شوې دي. 

هغه وویل: «چېرته چې څومره کسان ثبت شوي په هماغه اندازه پاڼې راځي، دلته ۲۸۰ پاڼو نه ګټه اخیستل شوې، ۳۲۰ نورې چېرته دي.»

ځينې ښاریان پر دې نظر دي چې ټاکنو کې پراخ فساد شوی دی، د عبدالتواب بینش په نوم یو تن وايي درغلي کوونکي باید عدلي ارګانونو ته معرفي شي، هغه زیاته کړه:«زما په نظر چا چې درغلۍ کړې، مسؤلین يې باید محکمې ته معرفي شي.»

د ټاکنو کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد وايي ستونزې موجودې وي، خو په وینا يې داسې نیمګړتیاوې وي چې «د ټاکنو کمیسیو مربوط نه کېږي.»

ټاکل شوې وه چې ټاکنې به په ټول هېواد کې د تلې په اته ویشتمه ترسره شي، چې د ځینو ستونزو له امله دویمې ورځې ته هم وغځېدې.
 
شریک یي کړئ