Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جرګه کې داختلافونو دوام؛ د شخړو حل کمېټې غونډې بې پایلې پای وموند

د ولسي جرګې د غړو نننۍ (یکشنبې د غوايي په ۲۹مه) غونډه د تېرې ورځې له شخړو سره پیل شوه. د ولسي جرګې ځينو غړو، اجازه ور نه کړه چې میررحمان رحماني خپل کار د ولسي جرګې د رییس په توګه پیل کړي نو له همدې امله غونډه ګډه وډه شوه.

د ولسي جرګې غړي نن په دوه ډلو د میررحمان رحماني پر پلویانو او مخالفانو وېشل شوي وو.

د ښاغلي رحماني پلویانو غوښتل چې نننۍ غونډه د هغه په ریاست سره پيل شي، خو ځینې نور استازي د هغه ریاست نه مني.

د تېرې ورځې جنجال له هغې وروسته پیل شو چې د ولسي جرګې د ریاست لپاره د داخلي ټاکنو دوام پړوا ترسره شو او په هغه کې میر رحمان رحماني ۱۲۳ رایې ترلاسه کړې وې د ولسي جرګې د لنډمهالي رییس له خوا ګټوونکی اعلان شو.

خو کمال ناصر اصلي چې د ښاغلي رحماني سیال وو یوازې ۵۵ رایې ترلاسه کړې وې او د هغه پلویان هم د رحماني له ریاست سره مخالفت درلود.

د ښاغلي رحماني د مخالفانو استدلال دا دی چې د تېرې ورځې نصاب ته په پاملرنې سره چې ۲۴۷ تنه وو هغه نه دی توانېدلی چې پنځوس جمع یو رایه چې ۱۲۴ کېده پوره کړي.

اصلي جنجالي موضوع دا ده چې د اریو له شمېرلو وروسته له صندوقونو یوازې ۲۴۴ رایې را ووتې. او درې رایې ورکې شوې وې چې مطمیناً د ولسي جرګې لنډمهالي رییس د پنځوس جمع یوه رای یې له ۲۴۴ رایو حساب کړی دی او ښاغلی رحماني یې د مجلس رییس اعلان کړ.

د تېرې ورځې په پای کې د ښاغلي کمال ناصر اصولي پلویانو ګواښ کړی وو چې اجازه به ورنه کړي چې رحماني د مجلس د ریاست پر څوکۍ کېني چې نن همداسې وشول.

د ولسي جرګې ځينې غړي چې ډېری یې مېرمنې وې، نن د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ شاوخوا راغونډ شول او اجازه ی ونه کړه چې ښاغلی رحماني پر هغه کېني.

د ولسي جرګې دغه غړي ټینګار کوي چې د ولسي جرګې لپاره لنډمهالی رییس وټاکل شي او وروسته بیاځلې ټاکنې ترسره شي.

که څه هم رسنیو ته د تالار له دننه د تصویر اخیستو اجازه ور نه کړل شوه، خو په ټېلفون اخستل شوي دا تصویرونه ښيي چې له لفظي او فزیکي شخړو سربېره ان د وکیلانو ترمنځ ښکنځل او سختې خبرې هم تبادله شوې دي.

رسنیو ته د یکشنبې ورځ تر غرمې د امنیتي مسوولانو او همدا ډول د دارالانشا له‌خوا اجازه ور نه کړل شوه چې د تالار له دننه تصویرونه واخلي. 

خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، د دې ستونزې د حل لپاره یوه پنځه لس کسیزه پلاوی ټاکل شوی چې پنځه یې د رحماني، پنځه د اصولي او پاتې پنځه یې بې طرفه دي. 

شریک یي کړئ