Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جلیلي طالبان د وروستیو کلونو د حکومتونو د ناوړه چلند زېږنده بولي

د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوماند سید نورالله جلیلي طالبان د وروستیو کلونو د حکومتونو د ناوړه چلند زېږنده بولي او ټینګار کوي چې له هرې ممنکې لارې به په افغانستان کې سوله تامین کړي.

هغه زیاتوي چې د بریا په صورت کې به ټولنیزې بې اعدالتۍ له منځه یوسم او یو داسې حکومت به رامنځته کړم چې د افغانستان د ټولو خلکو له ژوند سره برابر وي.

سید نورالله جلیلي وايي، کله چي د کابل د طب پوهنځي محصل و، د زده کړو د پرمخ بېولو لپاره یې لرګي ماتول او د شپې له خوا به یې ودانیز کارونه کول.

له هغې وروسته یې په نورستان ولایت کې د ډاکتر په توګه دنده پیل کړه، خو عاید یې د اووه کسیزې کورنۍ لپاره بسنه نه کوله له همدې امله به یې د ورځې د خښتو په بټۍ کې کار کاوه او وتوانېد چې یو کوچنی ودانیز شرکت جوړ کړي.

اوس له اتلسو کلونو راهیسې د لار جوړولو د یوه لوی رغنیز شرکت خاوند دی.

د ولسمشرۍ ټاکنو دغه نوماند د ملي یووالي حکومت یوه سلطنتي نظام ته ورته بولي.

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند سید نورا لله جلیلي په دې اړه وویل:«د افغانستان خلک ډېر بې وزله خلک دي، خو دغه حکومت یو ډېر لګښتي حکومت دی یعنې موږ یو داسې فېشني حکومت ته اړتیا نه لرو. تاسې وګورئ زموږ خلک چپلکې نه لري، زموږ د خلکو چپلکې لس ځایه څیرې دي، ماشومانو په بازارونو کې پلاسټیکي خلطې پلوري خو زمو ولسمشر له دې ځایه تر میدانه په چورلکه کې ځي. یو هېواد چې موږ د دروېزې لپاره ځو زموږ مشران ځي په درې زره او څلور زره دریشي پېري، دا په کوم کتاب کې دي چې د دروېزګر(ګدايي ګر) درېشي دې له خیرات ورکوونکي قېمتي وي.»

ښاغلی جلیلي وايي، د خلکو پر رایه باور لري او ولسمشرۍ چوکۍ ته په رسېدو کې یې موخه د مسوولیت اخیستل، د خلکو په ژوند کې بدلون او په هېواد کې د سولې راوستل دي.

سید نورا لله جلیلي څرګنده کړه:«تاسې د یوه افغان په کور کې چې نیمه شپه په خوب ویده دی په بم سره یې دروازه الوزوئ لاسونه یې د ښځې او ماشومانو په مخ کې تړئ فقیرانه بکسونه یط ماتوئ، هغه کس غره ته جګ نه شي نو څه وکړي هغه کس ځانمرګی ونه کړي نو څه وګړي؟ تاسو د هغه پت او عزت له خاورو سره خاورې کړ تاسې ټول افغانان له دغه برخلیک سره مخامخ کړي. هغه کسان چې غرونو ته ختلي له مستی نه دي ختلي د عقدې او مجبوریت له وروستي حده ختلي... موږ باید شپني عملیات، د محکمې له حکومه پرته د خلکو کورونو ته ننوتل په کلکه بند کړو.»

د ښاغلي جلیلي لومړی مرستیال خلیل رومان په ادبیاتو، حقوقو او سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو کې د لیسانس سند لري.

دی د پخواني ولسمشر نجیب الله د مرستیال او همدا راز د امنیتي مسوولیتونو د لېږد په کمېسیون کې د ولسمشر محمداشرف غني د سلاکار په توګه دندې مخ‌ ته وړي دي.

ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماند سید نورالله جلیلي لومړی مرستیال خلیل رومان هم وايي:«که‎چېرې وکړای شم له دغې ډلې سره همکاري وکړم، کولای شم چې د یوه نسل د هیلو استازیتوب وکړم او په یوه ګروپ کې خپلې هیلې او ارزوګانې خلکو ته وړاندې کړم.»

سیدنورالله جلیلي په ۱۳۵۳ هجري لمریز کال کې د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.

دی ۱۵ کلن و چې پلار یې مړ شو. ښاغلي جلیلي ښوونځی په بلخ او پوهنتون په کابل کې پای ته رسولی دی.

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند سید نورالله جلیلي وايي چې د بریا په صورت کې به ټولنیزې بې اعدالتۍ له منځه یوسم او د افغانستان د خلکو له ژوند سره به برابر حکومت جوړ کړي.

شریک یي کړئ