Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حکمتیار د څو ټاکنیزو ډلو له یوځای کېدو خبر ورکړ

د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسراوي په درشل کې، د حزب اسلامي مشر او د دغو ټاکنو یو نوماند ګلبدین حکمتیار وايي چې داسې هڅې روانې دي څو ولسمشرۍ ټاکنو ته څو ټاکنیزې ډلې یوه ځواکمنه ټاکنیزه ډله جوړه کړي.

ښاغلي حکمتیار وویل چې د ولسمشرۍ ټاکنو ځينې نوماندان، له موخې پرته ځانونه نوماندان کړي او غوره ده چې دغه نوماندان له نورو ټاکنیزو ډلو سره چې ځواکمن دي یو ځای شي.

حکمتیار په دې اړه وویل:«د څو ټاکنیزو ډلو د یوځای کېدو لپاره هڅې روانې دي څو یوه ټاکنیزه ډله رامنځته شي... ځينو ټاکنیزو ډول هسې نوماند شوي؛ هغوی هم ځان شرموي، هم د ټاکنو بهیر.»

د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله په ګډون اتلس تنو ځانونه ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند کړي، چې ټاکل شوې ده د تلې پر شپږمه نېټه ترسره شي.

خو ښاغلي حکمتیار څرګنده نه کړه چې کوم نوماندان له خپلې نوماندۍ به تېر شي. خو د محمد حنیف اتمر ټاکنیزه ډله وايي چې دا ټاکنیزه ډله هڅه کوي چې څو ټاکنیزې ډلې له ځان سره یوځای کړي.

د حنیف اتمر د ټاکنیزې ډلې ویاند قادرشاه په دې اړه وویل:«موږ هڅې پیل کړې دي څو وکړای شو ژر تر ژره ځينې ټاکنیزې ډلې له ځان سره یوځای کړو او زموږ له ټاکنیزې ډلې سره یوځای شي.»

بلخوا د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ګواښ کوي، که‎چېرې د ولسمشرۍ ماڼۍ د یوځای کېدو لپاره د دغه ګوند غوښتنې ونه منل شي، دا ګوند به د ټاکنو په اړه پرېکړه وکړي.

په هېواد کې ځينې کارپوهان وايي چې د ټاکنیزو ډلو ادغام د ټاکنو د ترسراوي د لګښت کموالي لپاره ګټور دی.

د کابل پوهنتون استاده عارفه پيکار وايي:«د ټاکنیزو ډلو یوځای کېدل، کولای شي د یوې ځواکمنې ډلې د جوړېدو لپاره چې لږ تر لږه وکړای شي د افغانستان د خلکو لپاره له واحد پروګرام خبر ورکړي او د افغانستان خلک د یوې ډلې په ګټه منسجم کړي، او دا به د ټاکنو ترسراوي لګښت کم کړي او کوای شي د هېوادوالو لپاره ټاکنې اسانه کړي.»

هژده تن به‌شمول رییس‌جمهور غنی و عبدالله عبدالله، رییس‌اجراییه برای انتخابات ریاست‌جمهوری که قرار است در ششم ماه میزان برگزار شود، نامزد کرده‌اند.

شریک یي کړئ