Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیلزاد:امریکا تمه نه لري چې ولسمشرۍ ټاکنې دې یو ځل بیا وځنډول شي

د افغان سولي لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ولسمشرۍ ټاکنو په ترسراوي ټینګار کوي. ښاغلی خلیلزاد وايي امریکا تمه نه لري چې د تلې په شپږمه نېټه ټاکنې وځنډول شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی له طالبانو سره له پنځم پړاو خبرو وروسته وايي، کېدای شي چې افغان حکومت او طالبان تر ولسمشرۍ ټاکنو مخکې سولې ته سره ونه رسېږي.

ښاغلي خلیل‌زاد ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي، له همدې کبله باید ولسمشرۍ ټاکنو ته چمتووالی ونیول شي.

خلیل‌زاد ازادۍ راډیو سره مرکه کې ویلي:«د دې چانس دی چې طالب او غیر طالب سره هوکړې ته ونه رسېږي، نو د ټاکنو ترسراوي ته دې هم چمتووالی ونیول شي. خو ښه به وي چې له ټاکنو مخکې له طالبانو سره هوکړه وشي.»

ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره چمتووالی په چټکه روان دی او له دې ډلې له بایومېټریک سره د رایه ورکوونکو نوم‎لیکې طرحه وروستي پړاو ته رسېدلې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی مسافر قوقندي په دې اړه څرګنده کړه:«د ام ډي ار طرحه وروستۍ شوه، انشاالله نن ولسمشرۍ ماڼۍ ته استول کېږي او شونې ده چې استول شوې هم وي چې دا یوه لویه خبر وه. بله مسله د ټاکنو د ورځې تعیینول و چې موږ له اعلان شوي مهال‎وش څخه شاته پاتې و- بل لوی کار چې موږ تقریا ترسره کړی د بایومېتریک نوم‎لیکنه چې د قانون پر بنسټ موږ ته ویل شوي، موږ له ځينو بنسټونو سره له هغې ډلې له مرکزي احصایې سره وروستۍ کړي دي.»

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ ريیس محمد نعیم ایوب‌زاده وویل:«په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره هېڅ اقدام نه دی شوی. دوی تر ډېره د پارلماني ټاکنو پر پاکونې بوخت دي او شونې ده چې دوه یا درې اوونۍ وخت ته اړتیا وي چې پاک کاري وشي.»

په ورته وخت کې ولسمشر غني له دې وروسته، په ټاکنو کې ځنډ د زغم وړ نه بولي، هغه ټاکنې چې تر اوسه یې نېټه دوه ځله ځنډول شوې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي:«ځينې کسان دي چې وايي ټاکنې دې وځنډول شي. له یوه برحال ولسمشره غواړي چې راشئ ټاکنې وکړو. نور بیا راغلي وايي چې یا لنډمهاله اداره رامنځته شي او یا هم دا، دوی پر ملت باور نه لري.»

ولسمشرۍ ټاکنو ته نږدې شپږ میاشتې وخت پاتې دی، خو تر اوسه یې بودیجه وروستۍ شوې نه ده.

شریک یي کړئ