Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اعتراض نوې بڼه؛ معترضو نوماندان ځانونه قفس کې بند کړي

د تېرو ولسي جرګې پر ټاکنو د اعتراض پر دوام؛ ځينو معترضو نوماندانو نن (شنبې د چنګاښ په ۲۹ مه) په یوه ننداریز حرکت سره ځانونه په اوسپنیز قفس کې بند، لاسونه یې په زنځیر تړلي او خولې یې بندې کړې دي.

دغو مېرمنو دننه په قفس کې دوه تابوتونه هم لېږدول؛ پر یوه دغه تابوت قانون او پر بل یې ولسواکي لیکل شوي وو.

معترضین وايي چې د څه باندې درې میاشتو اعتراض کې حکومت او سترې محکمې د دوی غږ ته ځواب ورنه کړ.

دغه مېرمنې همدارنګه زیاتوي چې د افغان حکومت، عدلي او قضايي بنسټونو نهیلي شوي او د ننني اعتراض مخاطب یې نړیواله ټولنه ده.

دغه معترضین له نړیوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې د بې عدالتۍ مخنیوی وکړي.

معترضه نومانده ډېوه نیازۍ وايي:«نه چا زموږ د عدالت غوښتنې غږ واورېد او نه یې قانون عملي کړ! نن موږ د قانون او ډموکراسۍ تابوتونه له ځان سره راوړي چې ولې زموږ غږ نه اورېدل کېږي؟»

معترضه نومانده ارزو صافۍ هم څرګندوي:«هر چېرته چې ځو موږ ته حتا د دې حق نه راکوي چې موږ د پرلت خېمه ودروو او خپل غږ پورته کړو؛ نن موږ اړ شو چې خپلې خولې وتړو، تورې جامې واغوندو او په قفس کې ژوند وکړو؛ ځکه چې په خپل هېواد کې له خپل حقه دفاع نه شو کولای.»

دوی وايي نیت یې درلود چې خپل دا حرکت د ارګ او اجراییه ریاست د دروازو په مخکې ترسره کړي خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.

له دې مخکې هم امنیتي ځواکونو د دغو معترضانو خېمې د ارګ او سپیدار ماڼۍ ته‎څېره لیرې کړې وې - چې دا کار د دغو معترضو نوماندانو له نیوکو سره مخ شو. دغه معترضې مېرمنې وايي چې څو ځله د امنیتي ځواکونو له خوا وهل ټکول شوې دي.

معترضه نومانده  هیله مجتبی وايي:«څو ځله د پولیسو لخوا وهل شوې یوو او موږ ته یې اجازه نه ده راکړې چې موږ خپل د عدالت غوښتنې غږ پورته کړو.»

تېره اوونۍ دغو معترضو نوماندانو د سترې محکمې د دروازه ته‎څېرمه خپل اعتراض وکړ خو د دوی په وینا چا یې غږ وانه ورېده.

معترضه نومانده هادیه هلمندۍ څرګنده کړه:«زموږ دا مبارزه به دوام ولري؛ نه د یوې ورځې لپاره بلکې تر پنځو او لسو کلونو به دوام ورکړو، تر هغې چې په افغانستان کې د عدالت غوښتنې غږ تامین شوی نه وي.»

دغه نوماندان وايي چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې دي او د هغوی نومونه د دغو درغلیو له امله د ګټوونکو نوماندانو له نوملړ څخه ایستل شوي دي.

هغوی اوس غواړي چې یوه ځانګړې محکمه دې جوړه او هغه سندونه چې دوی یې د ولسي جرګې د ټاکنو له درغلۍ په لاس کې لري وڅېړي.

له دې مخکې ولسمشرۍ دفتر ویلي چې حکومت به د ټاکنو په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

شریک یي کړئ