Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بایومېټریک دستګاوو په اړه د ځینو ګوندونو او نوماندانو اندېښنې

ځينې سیاسي ګوندونه او ولسمشرۍ ټاکنو ته ځينې نوماندان د رایې ورکوونکو د بایومېټریک کېدو دستګاوو کې د څو جدي ستونزو په اړه اندېښنې لري.

دوی وايي هغه دستګاوې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له درملوک الماني شرکت څخه پېرلې دي، د ټولو ګوتو او همدارنګه د رایې ورکوونکي د انځور د پېژندلو وړتیا نه‎لري.

ولسمشرۍ ټاکنو ته یوازې دوه دېرش ورځې پاتې دي، خو ولسمشرۍ ته یو شمېر نوماندان او تر خوا یې سیاسي ګوندونه وايي، ټاکنو خپلواک کمېسیون د بایومېټریک دستګاوو او همدا ډول ټاکنو کې له ټیکنالوژۍ د ګټنې اړوند په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

د حزب اسلامي غړی همایون جریر په دې اړه وویل:«هغه ماشینونه چي راغلي دي یوې سترې درغلۍ ته یې شرایط برابر کړي دي چې په هر مرکز کې په سلګونه تنه کولای شي بیاځلې رایې ورکړي، چې په پای کې په مېلیونه تکراري رایې مرکز ته راشي بیا ښاغلي وايي چې مرکزي سرور کولای شي دا رایې تشخیص کړي.»

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ ویانده صغرا سادات هم وايي:«د ټاکنو کمېسیون په بشپړه توګه وخت ضایع کړی، موږ ډېره ښه موکه لرله چې وکړای شو په ګوته کړو په افغانستان کې کومه دستګاه واقعاً په درد خوري.»

بل لورته بیا د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند نور الرحمان لېوال وايي، د بایومېټریګ دستګاوو د اخیستو لپاره زیاتې پیسې مصرف شوې دي، خو د ټاکنو په ورځ به د روڼتیا راوستو وس و نه لري.

ښاغلي لېوال څرګنده کړه:«غواړم چې په رڼه توګه ووایم په حکومت کې ځینې کړۍ شته چې د درملوک له شرکت سره شریک دي او ډېرې پیسې یې اخیستې دي.»

بلخوا د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي چې موږ په تخنیکي کارونو او د ټاکنو په مسایلو کې لاسوهنه نه کوو.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل:«موږ په تخنیکي کارونو او د ټاکنو په مسایلو کې لاسوهنه نه کوو. موږ په دغه بهیر کې یوازې هغه سرچینې چې زموږ کمېسیونونه ورته اړتیا ولري ورته برابروو.»

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا ريیس وايي، بایومېټریک دستګاوې چې د ټاکنو په ورځ به ترې ګټه پورته شي، د سیاسي جریانونو، ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندانو او مدني ټولنو سره په همغږۍ اخیستل شوې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسون د دارالانشا ريیس حبیب الرحمان ننګ څرګندوي:«زموږ هر ټاکنیز شریک چې په دې اړه هره پوښتنه ولري موږ تر وروستۍ ورځې ځواب ویوونکي یوو.»

د ګوندونو او سیاسي جریانونو له قوله، له دې وړاندې د ټاکن خپلواک کمېسیون ژمنه کړې وه، هغه دستګاوې چې اخیستل شوي، کولای شي چې د لسو ګوتو تصویر واخلي او همدا ډول د تکراري رایې مخه ونیسي.

که څه هم نږدې شل زره بایومېټریک دستګاوې له کمېسیون سره له وړاندې پاتې وې، خو کمېسیون د ولسشرۍ ټاکنو لپاره اووه لس زره نور دستګاوې هم اخیستې دي.

ځينې سیاسي ګوندونه او ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندان وايي د بایومېټریک پېرل شوې دستګاوې د ټولو ګوتو او همدارنګه د رایې ورکوونکي د انځور د پېژندلو وړتیا نه‎لري.

شریک یي کړئ