Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نوماندانو شورا: د ټاکنیزو کمېسیونونو مفسد غړي دې ګوښه کړل شي

د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو شورا وايي د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړو د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو ته ژمنه کړې وه چې د ټاکنیزو کمېسیون په جوړښت کې به اصلاحات رامنځته کړي، خو تراوسه دا کار نه دی شوی.

د نوماندانو د شورا په وینا، د هغو ټاکنیزو کمېسیونونو غړي چې په فساد او درغلۍ تورن دي، یوه له دغو ژمنو وه.

د دغې شورا غړي وايي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي د دغو بنسټونو د کارونو په مدیریت کې بې وسې دي.

د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند او ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا همغږۍ کوونکی شهاب حکیمي په دې اړه وویل:«د ولسمشرۍ ټاکنو د شورا سپارښتنه او مشوره همدا ده، چې ژرتر ژره  هغه کسان او اشخاص چې تورن دي او د پارلمان او ولسمشرۍ تېرې ټاکنې یې کړکېچنې کړې ژر تر ژره باید له دندې لیرې کړل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه غړي مولانا عبدالله وویل چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ځينې کړۍ د دوی په کار کې لاسوهنه کوي.

بلخوا د ولسي جرګې ځینې معترض نوماندان وايي چې څه باندې ۷۰ ورځې کېږي چې د حکومت، عدلي او قضايي بنسټونه او همدارنګه ټاکنیزو کمېسیونونو د هغوی شکایتونو ته رسېدنه نه ده کړې، خو د هغوی غوښتنه تراوسه پوره شوې نه دي.

د کوچیانو معترض نوماند سید محمد حریق وویل:«دوه نیمې میاشتې کېږي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ په څو مټرۍ کې خېمه ووهله او هغوی کوم اقدام ونه‎کړ.»

بله معترضه نومانده صدیقه مبارز هم زیاتوي:«زموږ له غوښتنو دا وې چې ولسمشر ووینو او زموږ د اسنادو د څېړلو لپاره ځانګړې محکمه جوړه شي چې له بده مرغه ونه شول.»

دغه معترض نوماندان ټينګار کوي چې په متفاوته توګه یې د هغه څه لپاره چې خپل حق یې بولي اعتراض وکړ؛ پر ولسمشرۍ ختم شوي واټه یې وتړلۍ، د نه خوړلو اعتصاب یې وکړ خو تراوسه یې پایله ترلاسه نه کړه.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د قانون پر بنسټ له حکومته د معترضو نوماندانو غوښتنې قانوني نه دي او د ولسي جرګې د معترضو نوماندانو لپاره کوم کار وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ټينګار کړی چې هڅه کوي د راتلوونکو د ترسراوي لپاره بشپړ چمتووالی ونیسي.

شریک یي کړئ