Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ولسمشریزو ټاکنو عملیاتي پروګرامونه وروستي شول

د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې هغوی د ولسمشریزو، ولایتي شورا او غزني ولایت ولسي جرګې ټاکنو عملیاتي پروګرامونه وروستي کړي دي.

د دغو چارواکو په وینا، د شنبې په ورځ (د وري په ۲۴ مه) په دغو ټاکنو کې د بایومېټریک ټکنالوژۍ د استفادې د څرنګوالي په اړه د ټاکنو کمېسیون او د احصایې د مرکزي ادارې ترمنځ هوکړه‎لیک به لاسلیک شي.

دغه چارواکي همدارنګه وايي چې د ولسمشرۍ، ولایتي شورا او د غزني ولایت د ولسۍ جرګې ټاکنو لپاره ۲۰۷ مېلیونه ډالره بودیجه وروستۍ شوې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي په دې اړه وویل:«ټاکل شوې ده چې سبا (شنبه) له مرکزي احصایې سره، د ټاکنو خپلواک کمېسیون، په ټاکنو کې د بایومېټریک ټکنالوژۍ د استفادې په اړه هوکړه‎لیک لاسلیک کړي.»

ټاکل شوې ده چې دا ټاکنې، د تلې میاشتې په شپږمه نېټه ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون تراوسه نه دی توانېدلی چې د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې په بشپړه توګه اعلان کړي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې ټاکل شوې په راتلوونکې اوونۍ کې د ځينو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شي.

په ورته وخت کې، پر ټاکنو څارونکي بنسټونه، له ځنډ سره د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو پر اعلان نیوکه کوي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ رییس یوسف رشید په دې اړه څرګنده کړه:«له بده مرغه چې موږ د وخت له عنصر نه په بشپړه توګه وتلي یوو؛ اوس د ټاکنو د مهال‎وېش په نوم هېڅ څیز شتون نه‎لري.»

د ټاکنو د پایلو په اعلان کې د ځنډ او د استازو د نه مشخص کېدو له امله، حکومت د ملي شورا دروازه وتړله.

 د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون رییس احمد جاوېد روف په دې اړه وویل:«کابو ۸۰ تقنیني سندونه د ملي شورا د دروازې د تړلو له امله په بې برخلیکۍ کې دي.»

د ولسمشرۍ، ولایتي شورا او د غزني ولایت د ولسۍ جرګې ټاکنو لپاره ۲۰۷ مېلیونه ډالره بودیجه وروستۍ شوې ده.

شریک یي کړئ