Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ولسمشرۍ ټاکنو نېټه دوهم ځلې وځنډېده

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې، حوا علم نورستاني چهارشنبې(د کب په ۲۹مه نېټه) د یوې خبري ناستې پرمهال وویل چې ولسمشرۍ، د غزني لپاره د پارلمان او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به د ۱۳۹۸ کال د تل میاشتې په شپږمه نېټه ترسره شي.

مېرمن نورستاني همداراز وویل چې ټاکنې به په  داسې حال کې پر اعلان شوې نیټې ترسره شي چې اړوند بنسټونه په ځانګړې توګه حکومت او نړیواله ټولنه د ټاکنو د ترسراوي لپاره بودجه د ټاکنو کمېسیون په واک کې ورکړي.

ټاکل شوې وه د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د چنګاښ په ۲۹مه نېټه ترسره شي.

نورستانۍ زیاته کړه:«کمېسیون د ټولو شخصیتونو، نړیوالو او ملي بنسټونو او د افغانستان عزتمنو خلکو غوښتنه کوي چې په دې ملي بهیر کې خپله ملي، قانوني او اخلاقي وجیبه تررسه کړي او د ټاکنو په برخه کې د کمېسیون همکاري وکړي.»

نورستاني وویل د ټاکنیز مهال ویش اعلان شوي مراحل نه دي پلي شوي او د ۱۳۹۷ د ولسي جرګې ټاکنې له ستونزو سره مخامخ شوې وې.

هغې وویل چې د ټاکنو په قانون کې بدلون د رڼښت په برخه کې نوي مکلفیتونه رامنځته کړي دي.

په همدې حال کې د ولسمشر ویاند، هارون چخانسوري وايي د ټاکنو خپلواک کمېسیون لخوا د ولسمشرۍ د ټاکنو د ترسره کېدو د تازه نېټې هرکلی کوي.

دی زیاتوي:«د حکومت تمه دا وه چې د اعلان شوي مهال ویش له مخې د چنګاښ په ۲۹مه نېټّ د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي، خو دا چې نېټې اعلان د ټاکنو کمېسیون له صلاحیتونو دی، نو موږ یې پرېکړو ته تل درناوی کړی دی.»

چخانسوري وړاندې وویل:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مالوماتو له مخې له سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو بنسټونو او پر ټاکنو د څار بنسټونو سره له مشورو وروسته دې پرېکړې ته رسېدلي دي. اوس حکومت له ټاکنو کمېسیون سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی تر څو هېواد کې د رڼو ټاکنو شاهدان ووسو.»

د ولسمشرۍ ټاکنو نېټه دوهم ځلې وځنډېده

مخکې له دې د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د ۱۳۹۸ هجري لمريز کال د چنګاښ ۲۹مه ټاکل شوې وه

شریک یي کړئ