Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ولسمشرۍ ټاکنو، ټاکنیزې سیالۍ د سولې هڅو تر سیوري لاندې پیل شوې

د ولسمشرۍ ټاکنو منډې ترړې، نن یکشنبې (د زمري په ۶مه) په رسمي توګه پيل شوې او د دغو ټاکنو نوماندانو د بېلابېلو پروګرامونو او غونډو په جوړولو سره خپل پروګرامونه یې خلکو ته وړاندې کړل.

ټاکل شوې چې دغه ټاکنیزې سیالۍ، د تلې میاشتې تر درېیمې (کابو دوه میاشتې) دوام وکړي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مهال وېش پر بنسټ، د تلې میاشتې څلورمه او پنځمه نېټه د سکوت دوره ده او د تلې په شپږمه به ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي.

په دغو ټاکنو کې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله په ګډون اتلس تنو ځانونه نوماند کړې دي.

د ټاکنیزو سیالیو د پروګرامونو په لړ کې چې نن غني او عبدالله عبدالله درلود، د دې پر ځای چې خلکو ته خپل پروګرامونه وړاندې کړي، یو بل او نورو نوماندانو ته د کنایې نېش ورکړل.

ځینې هېوادوال او پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي چې د ولسمشرۍ ټاکنو، تاکنیزې سیالۍ کمرنګه دي.

په داسې حال کې چې پلازمېن مېشته د واک د لېږد یوازېنی مشروع لار د ټاکنو ترسراوی بولي خو د هغوی ځینې د رڼو ټاکنو پر ترسراوي باور نه لري.

د ملي شورا ځينې غړي د ټاکنیزو سیالیو د تتوالي لامل د ولسمشریز ټاکنو په روڼتیا او په وخت د ټاکنو نه ترسراوي په اړه د ځينو نوماندانو بې باوري بولي.

په ورته وخت کېو پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي چې ځينې دولتي چارواکو د ټاکنیزو سیالیو په لومړۍ ورځ، د قانون پر خلاف د ټاکنیزو ډلو په غونډو کې ګډون وکړ.

ټاکنیزې منډې ترړې په داسې حال کې پيلېږي چې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو د پیل لپاره جدي هڅې روانې دي. ډېری په دې باور دي چې ټاکنې د امریکا او نړیوالې ټولنې په لومړیتوب کې نه دي او له همدې امله نوماندان او خلک د ټاکنو په ترسراوي کم باوره دي.  

شریک یي کړئ