Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنو خپواک کمېسیون د مخکنیو غړو دوسیې لاهم وروستۍ شوې نه دي

کابو څلور میاشتې وړاندې ولسمشر د ولسي جرګې ټاکنو په بهیر کې د فساد له امله د ټاکنیزو کمېسیونونو  مخکني غړي لویې څارنوالۍ ته وروپيژندل او لویې څارنوالۍ د ټاکنیزو کمېسیونونو مخکني غړي ممنوع الخروج اعلان کړل.خو لاهم د هغوی دوسیې وروستۍ شوې نه دي.

ځينې څارونکي بنسټونه د دغو کسانو د دوسیې په څېړنه کې پر پڅوالي نیوکه کوي او وايي دا به د ټاکنو پر کمېسیون د خلکو اعتماد کم کړي.

د افغانستان د مدني ټولنې د مجتمع رییس  عزیز رفیعي څرګنده کړه:«د عدالت په تامین کې ځنډ به د خلکو د بې‎اعتمادۍ او د معافیت کلتور لامل کېږي او بل خوا له قانون سرغړونه ده.»

د ولسي جرګې په ټاکنو کې ځينې معترض نوماندان وایي تمه یې لرله چې عدلي او قضايي ادارې به د ټاکنیزو کمسیونونو د مخکنیو غړو د فساد دوسیې ژر وروستۍ کړي، خو د شاوخوا څلورو میاشتو په تېرېدو سره؛ اوس د ټاکنیزو کمېسیونونو د مخکنیو غړو د محاکمه کولو د مخنیوي هڅې لیدل کېږي.

د کونړ معترض نوماند  صالح محمد صالح وايي:«زموږ غوښتنه دا ده چې دا کسان دې محاکمه شي او حل لاره دې پیدا شي. دا د دوه نوماندانو موضوع نه ده، دا په افغانستان پورې اړونده موضوع ده.»

بل خوا د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وایي چې د ټاکنیزو کمېسیونو مخکني غړي په داسې حال کې چې ځانونه بې ګناه بولي د لویې څارنوالۍ د ټاکنیزو جرمنو د څېړنې له کمیټې  یې د مشرانو جرګې د شکایتونو د څېړنې کمیسیون ته شکایت کړی دی.

د مشرانو جرګې غړی علي اکبري وویل:«هغو کسانو چې خپله دنده سمه نه ده ترسره کړې، له خپل موقعیت څخه یې ناوړه استفاده کړې، خیانت یې کړی او یا هم بډې یې اخیستې دي، دوی ته باید سزا ورکړل شي.»

ستره محکمه د ټاکنیزو جرمونو د دوسیو د څيړنې د څرنګوالي په تړاو څه نه وايي؛ خو لویه څارنوالۍ وایي چې دې ادارې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د ټاکنیزو جرمونو د دوسیې د څیړنې کار پایته ورسوه او هغه یې سترې محکمې ته ولېږې .

ولسمشر غني د تېر کال په سلواغې میاشت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنران له دندو لیرې او لویې څارنوالۍ ته معرفي کړل.

شریک یي کړئ