Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنو ځنډېدل او له غبرګولي وروسته د حکومت ناڅرګنده برخلیک

 د دې سربېره چي ولسمشر غني تل په ولسمشریزو ټاکنو کې ځنډ د منلو وړ نه دی بللی؛ خو کله چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا د دغو انتخاباتو وخت ځنډول شوی، د ولسمشرۍ د رسنیو دفتر مسوول ترې هرکلی کړی دی.

ولسمشر یو ځل په خپله وینا کې ویلي و چې د ملي یووالي حکومت عمر د ۱۳۹۸ کال په غبرګولي میاشت کې پای ته رسېږي او له هغې وروسته به یوه ورځ هم د ولسمشرۍ پر څوکۍ پاتې نه شي.

خو اوس چې ټاکل شوې ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په میاشت کې ترسره شي روښانه نه ده چې د حکومت برخلیک به څه ډول شي.

کله چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ انتخابات د وري په یو دېرشمه نېټه اعلان کړل، ولسمشر د تېرې مرغومي په میاشت کې وویل هېڅوک باید د وري په یو دېرشمه نېټه د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کولو په اړه د حکومت پر اراده شک ونه کړي.

ولسمشر محمداشرف غني ویلي و:«یو ټکی دې روښانه وي چې ولسمشرۍ ټاکنې په اعلان شوي وخت ترسره کېږي.»

خو د دې ورځې له رارسېدو مخکې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دغو ټاکنو ورځ د چنګاښ نهه‎ویشتمې نېټې ته وځنډوله.

هغه هم په داسې حال کې چې ولسمشر په خپلو څرګندونو کې د روان کال د غبرګولي میاشت د خپل حکومت د وخت پای بللی و. 

ولسمشر محمداشرف غني څرګنده کړې وه:«ڼېټه اعلان وي، خو دا د ۱۳۹۸ کال له غبرګولي څخه مخکې دی، زه یوه ورځ هم د دې غوښتنه نه لرم چې د ملت له ادرادې پرته په دې مقام کې مسوولیت ولرم.»

له دې سره سره د چنګاښ په نهه ویشتمه هم د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدل قطعي نه شول.

خو دا نېټه هم بدله شوه او څو ورځې وړاندې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون نویو کمېشنرانو د تلې شپږمه د دغو انتخاباتو ورځ اعلان کړه.

ښاغلي غني وویل:«موږ د کمېسیونونو پرېکړو ته درناوی کوو، خو بل ځل هېڅکله هم د نېتې ځنډول زموږ لپاره د منلو نه دي.»

اوس به ولیدل شي چې د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو لپاره به درېیمه اعلان شوې نېټه حتمي وي؟

د ولسي جرګې غړی داوود کلکاني وايي:«ټاکنو تل د افغانانو عزت ته زیان رسولی، باید بېرته اعاده شي او هڅه دې وشي چې په اعلان شوې نېټې ټاکنې ترسره شي.»

د ولسي جرګې پخوانی غړی عرفان الله عرفان هم څرګندوي:«کله چې ولسمشر وايي چې نه غواړي وخت یې وغځول شي یعنې په دې مانا دا چې هره شېبه ټاکنو ته چمتو دی.» 

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو دا ځنډول د انتخاباتي کارونو د ښه سمبالتیا لپاره بولي خو پر ټاکنو څارونکي بنسټونه پر هغه څه چې له ځینو سیاسي څېرو سره یې د یو شمېر کمېشنرانو تړاو بولي نیوکې کوي. 

شریک یي کړئ