Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنیزو کمېسیونونو نویو غړو لوړه وکړه

د ټاکنیزو کمېسیونونو نویو غړو نن (دوشنبې د کب په ۱۳مه نېټه) له غرمې مخکې د ملي یووالی حکومت مشرانو په شتون کې لوړه وکړه.

 ټاکنو خپلواک کمېسیون اووه غړي، د ټاکنیزو شکایتو کمېسیون پنځه غړي او دواړو کمېسیونونو د دارالانشاء رییسان تېره شپه د ولسمشر لخوا معرفي شول.

دا کسان د مدني ټولنې او ګوندونو لخوا له معرفي شویو ۸۱ کسانو له ډلې ټاکل شوي دي، دوی د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماندانو لخوا په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د غړیتوب په موخه تر نورو لوړې رایې اخیستې وې.

ولسمشر غني د لوړې له مراسمو وروسته وویل نوي ټاکل شوي کمېشنران باید په راتلونکو دوو ورځو کې خپل رییسان وټاکي.

ټاکل شوې د ټاکنیزو شکایتونو غړي به د خپلو رایو له مخې نوي رییسان وټاکي.

ښاغلي غني د ټاکنیزو کمېسیونونو له نویو غړو غوښتنه وکړه چې پر کمېسیونونو د خلکو د باور بیا ترلاسه کولو لپاره دې جدي هڅې وکړي.

د ټاکنیزو کمېسیونونو پخواني غړي، یوه میاشت مخکې د ولسمشر لخوا ګوښه او څارنوالۍ ته معرفي شول. دوی په کمېسیونونو کې د فساد او له واکه په ناوړه ګټنې تورن دي.

ولسمشر غني وايي پر یادو کسانو تورونه به د څارنوالۍ لخوا وڅېړل شي او فساد کوونکو ته به سزا ورکړل شي:«ټولې تېرې ټاکنیزې تېروتنې به وڅېړل شي او متخلفینو ته به سزا ورکړل شي.»

ولسمشر همداراز وویل د ټاکنیزو کمېسیونونو تازه غړي حق نه لري چې د سیاسي ګوندونو غړیتوب ولري:«د ټاکنو قانون له مخې د کمېسیون هېڅ غړی حق نه لري چې له یوه سیاسي ګوند سره اړیکې ولري، په داسې حال کې چې مخکې یې له هغې ګوند سره کار کاوه. ستاسو غړیتوب له نن ورځې له ګوند سره پرې کېږي او وروسته له هغې هر ډول اړیکه تخلف بلل کېږي.»

په همدې حال کې اجراییه رییس، عبدالله عبدالله وویل نوي کمېشنران مسوولیت لري چې د تېرو پارلماني ټاکنو پاتې پایلې اعلان او همداراز راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته هم چمتووالی ونیسي.

هغه همداراز وویل پر ټاکنو ټینګار په دې مانا نه دی چې  د سولې بهیر په پام کې نه نیول کېږي، دواړه بهیرونه د خلکو غوښتنه او هیله ده.

د ټاکنیزو کمېسیونونو نویو غړو لوړه وکړه

ټاکنو خپلواک کمېسیون اووه غړي، د ټاکنیزو شکایتو کمېسیون پنځه غړي او دواړو کمېسیونونو د دارالانشاءو دوه رییسان د ولسمشر لخوا وټاکل شول

شریک یي کړئ