Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل حوزې د ولسي جرګې ټاکنو د رایو څېړنه ۸۰ سلنه بشپړه شوې

ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د کابل حوزې د ولسي جرګې ټاکنو د رایو څېړنه ۸۰ سلنه پای ته رسولې ده.

د دغه کمېسیون منشي وايي چې د کابل حوزې د ټاکنو کابو شل سلنه رای پاڼې تراوسه د هغوی په واک کې نه دي ورکړل شوي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چې د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې یې باطلې اعلان کړې وې، د دې ولایت د ټاکنو نږدې ۲۵۰۰ د پایلو پاڼې د ټاکنو کمېسیون له ارشیف څخه تر راویستلو وروسته، د ناظرانو په مخکې وڅېړلې.

او د دې کمېسیون منشي وايي، د پایلو یو شمېر پاڼې چې پاکې رایې په کې وې، شمېرل شوي او دا کار به د کابل په ټاکنو کې عدالت یو څه پلی کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون منشي محمد قاسم الیاسي وویل:«بدلون راتلوونکی دی، دا چې څه بدلون دا به له څېړنې وروسته روښانه شي او فکر کوم که‎چېرې هغه ۲۰ سلنه هم پیدا شي، ډېر روښانه بدلونونه په لاره کې به وي او واقعي عدالت به تامین شي.»

اوس د ټاکنو خپلواک کمېسیون، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دغې څېړنې پایلې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په مالوماتي بانک کې ثبتوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا ريیس حبیب الرحمان ننګ څرګنده کړه:«روڼتیا تضمین دی او د هغه ترڅنګ تطبقات په بشپړه توګه متفاوته دي. هلته کس مسوول نه دی، هلته ګروپ مسوول دی.»

د ولسي جرګې غړی مهدي راسخ هم وویل:«اخیستون داسې و، چې د اوونۍ ترپایه د کابل پایله اعلانېږي، له شنبې وروسته د ولسي جرګې د اداري پلاوي ټاکنې ترسره کېږي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دوه دېرشو ولایتونو پایلې اعلان کړي، خو د کابل پایلې به د درغلۍ او د بیاځلې څېړنې له کبله تر اوسه اعلان شوي نه دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون منشي وايي چې د کابل حوزې د ټاکنو کابو شل سلنه رای پاڼې تراوسه د هغوی په واک کې نه دي ورکړل شوي.

شریک یي کړئ