Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل شل سلنه رایو نشتوالي په اړه اندېښنه

د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو کمېسیون ویاند د کابل پارلماني ټاکنو د پایلو شل سلنه رای پاڼو له نشتوالي اندېښنه څرګندوي او وايي نشتون سره به يې د یو شمېر نوماندانو رایې په له منځه ولاړې شي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند، محمدقاسم الیاسي وايي:«په هغو ورځو کې چې بیا شمېرنه شوې ده، ښایې د ټاکنو د لومړۍ ورځې ریزلت شېتونه یې له منځه وړي وي، شاید د کمېسیون په ګودامونو کې وي لکه د پنځم ګودام په څېر چې مهر او لاک شوی نه وو او موږ پرې شک وکړ او د عتبار وړ نه وو، او ښایې یو شمېر ریزلت شیټونه په سستم کې وي. موږ درې مسودې درلودط چې او نن موهم بېل مکتوب درلود چې دا شل سلنه زموږ په واک کې راکړي.»

د ټاکنو څار بنسټونه د کابل پایلو ورکې شوې رایې د ۴۸۳ محلونو رایې بولي.

د څارونکو بنسټونو غړی، محمد قیس یاسیني وايي:«شل سلنه د رایو پایله چې نشته، موږ یې په اړه اندېښنه لرو چې په دې محلونو کې به داسې نوماندان وي چې رایې لري، خو له بده مرغه اوس رایې نشته او ټاکنیز کمېسیونونه باید په دې برخه کې د حل یوه لاره پیدا کړي.»

د آزادو او عادلانه ټاکنود بنسټ عملیاتي مسوول، محمد نعیم اصغري زیاتوي:«موږ ته یې اجازه نه ده راکړي او نه دي یې ویلي چې ولې یې رایې باطلې کړې دي، داسې شک پیدا کېږي چې ښایې دا یوه تخنیکي پرېکړه نه وي بلکې د سیاسي فشارونو له کبله وي، او یا هم د کمېسیون د علاقې پر اساس شوې وي.»

خود ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ژمنه کوي چې دوی به د عدالت تامین په برخه کې خپله ټوله هڅه وکړي.

د ټاکنو کمېسیون مرستیال، سید عصمت الله‎مل څرګندوي:«ټول اسناد چې له موږ سره وو موږ هغه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته ورکړل. له بده مرغه  چې یو شمېر اسناد د ټاکنیزو مرکزونو موږ ته نه دې رارسېدلي او یو شمېر هم نه پوهېږو چې چېرته دي، روښانه نه ده، خو زموږ څېړنې روانې دي.»

 کابل کې پارلماني ټاکنې د تلې میاشتې په اته ویشتمه او نهه ویشتمه نېټه د کابل په کابو پنځه سوه مرکزونو کې ترسره شوې، خو د کابو له شپږو میاشتو په تېرېدو سره لا یې پایلې نه دي اعلان شوي.
 
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ژمنه کوي چې دوی به د عدالت تامین په برخه کې خپله ټوله هڅه وکړي

شریک یي کړئ