Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سبا ته به د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندان لومړنی نوملړ اعلان شي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې ټاکل شوې ده سبا ته د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو لومړنی نوملړ اعلان شي.

د ولسمشر غني، اجراییه رییس عبدالله عبدالله په ګډون د راتلوونکي کال ولسمشرۍ ټاکنو ته ۱۸ تنو نوم لیکنه کړې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړو د یکشنبې په ورځ (د سلواغې په ۱۴ مه) د دغو نوماندانو د سندونو د څېړنې بهیر په علني توګه پیل کړ.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړو ، د دغو څېړونو په لومړۍ ورځ د نوماندانو د زده کړو او خپلواکۍ په اړه سندونه تایید کړل خو د دغو نوماندانو تابعیت او د ۱۰۰ زره ملاتړو نوملړ لا روښانه نه دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد وویل چې د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو د تابعیت په اړه له بهرنیو چارو وزارت څخه یې مالومات غوښتي خو د بهرنیو چارو وزارت تراوسه دغه مالومات کمېسیون ته نه دي ورکړي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه:«د بهرنیو چارو وزارت له خوا موږ ته مکتوب راغلی و، او په هغه کې دوه موردونه ذکر شوي وو؛ لومړی، هغوی د نړۍ هېوادونو کې د افغانستان سفارتونو ته رسمي مکتوبونه استولي دي چې تراوسه د هغو ځواب نه دی راغلی.»

خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي وايي چې ځينو هېوادونو د نوماندانو د تابیعت د تایید لپاره ځینې شرطونه اېښي دي.

هغه څرګنده کړه:«ځينې هېوادونه دا مسله خصوصي ګڼي د نوماندانو او د هغوی د مرستیالانو د واک لیک او پاسپورټونو رنګه کاپي غوښتونکي شوي دي. دا مورد مو له کمېسیون سره شریک کړی دی.»

د اتلسو نوماندانو له ډلې یوازې عبدالله عبدالله او نورالحق علومي ځانونه یې د جمعیت اسلامي او متحد ملي ګوندونو له خوا نوماند کړي او نور ټول نوماندان په خپلواکه توګه ټاکنو ته نوم‎لیکنه کړې ده.

بلخوا د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د اجراییه ریاست د رییس او مرستیالانو استعفا د اساسي قانون پربنسټ یوه قانوني او حقوقي موضوع نه ګڼي او زیاتوي چې دا موضوع سیاسي ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغیسي وايي:«پوهېږو چې د ټاکنو په قانون کې چې د اجراییه ریاست له تاسیس وروسته رامنځته شوی د استعفا په اړه هېڅ مورد نشته. د استفعا اړخ په بشپړه توګه څرګند دی؛ نو موضوع تر ډېره سیاسي ده نه حقوقي.»

ټاکل شوې ده چې ولسمشرۍ ټاکنې د ۱۳۹۸ لمریز کال د چنګاښ په ۲۹ مه نېټه ترسره شي.

د ولسمشر غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله په ګډون د راتلوونکي کال ولسمشرۍ ټاکنو ته ۱۸ تنو نوم لیکنه کړې ده.

شریک یي کړئ