د هېواد اجراییه رییس عبدالله عبدالله ګواښ کوي چې د ۲۰۱۴ز کال د ولسمشریزو ټاکنو تکرار د خلکو لپاره د زغم وکړ نه دی.
ښاغلي عبدالله چې نن له غرمې مخکې (دوشنبې د چنګاښ په ۲۴مه) «ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون لپاره د ښځو د پوهاوي» ناسته کې وینا کوله، ټینګار وکړ چې له ټاکنو پرته بله هېڅ لار نشته او ټول باید ټاکنې ومني.
ټاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره شي او په هغه کې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله په ګډون اتلس تنو ځانونه نوماند کړي دي.
ښاغلی عبدالله، د افغانستان ابادي د راتلوونکو ټاکنو په سالم ترسراوي پورې اړوند ګڼي او وايي چې د خلکو له رایو سره باید معامله ونهشي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې له دې مخکې هم د ښاغلي عبدالله، ګلبدین حکمتیار او حنیف اتمر ټاکنیزو ډلو ویلي وو چې هڅه کوي په ګډه د ټاکنو د روڼیتا پر تضمین کار وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسراوي لپاره د رای ورکولو ۵۳۸۸ مرکزونه مشخص کړي، خو د ټاکنو په ورځ د ناامنیو د زیاتوالي له امله د دغو مرکزونو د تړلو پاتې کېدو اندېښنې شته.
ټاکل شوې ده چې د زمري په پنځمه نېټه ټاکنیزې منډې ترړلې پیل شي.