Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له امریکا وروسته افغان حکومت هم له طالبانو سره دسولې هڅې درولې دي

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو له درېدو وروسته اوس افغان حکومت هم له طالبانو سره د سولې هڅې درولې دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي چې نن له غرمې وروسته (شنبې د وږي په ۲۳مه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې اوس د افغان حکومت اصلي تمرکز د ولسمشرۍ ټاکنو په ترسراوي دی.

هغه ټینګار وکړ چې ټاکل شوې ده د سولې هڅې د افغانستان د راتلوونکي حکومت چې د تلې د شپږمې نېټې پایله به وي په مخ یوړلی شي.

ښاغلي صدیقي وویل چې سولې د دغو هڅو د درېدو اصلي لامل طالبان دي چې په افغانستان کې تاوتریخوالي ته یې دوام ورکړی، هغه زیاته کړه:«د تلې تر شپږمې نېټې د ټاکنو تر ترسراوي، افغان حکومت د سولې بهیر په اړه خپلې هڅې درولې دي. زموږ په باور د سولې د مشروعیت کلۍ د ټاکنو په ترسراوي کې دی او سوله له مشروعیت پرته نه شي ‎ټینګېدای.» 

ورته مهال افغان ولسمشر اشرف غني هم نن په کندهار ولایت کې په یوې کمپاینې غونډه کې وویل چې له ټاکنو وروسته، سوله په لومړیتوب کې ځای لري.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو یو پلاوی نن روسیې ته تللی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت رسنیو ته ویلي چې طالبانو ویلي چې د دغې ډلې او امریکا ترمنځ مذاکرات باید له سره پیل شي.

تېره ورځ سهیل شاهین له الجزیزې شبکې سره په مرکه کې وویل سهیل شاهین چې د دونلډټرمپ لخوا د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو د درولو اعلان د دې ډلې لپاره له تمې لیرې او د حیرانتیا وړ و.

له هغې وروسته کله چې د ټرمپ له خوا د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې ودرول شوې، په هېواد جګړې هم زور واخیست. 

بلخوا ولسمشر غني هم تېره ورځ اعلان وکړ چې په یوې وروستۍ اوونۍ د جګړو په پایله کې زر طالبان وژل شوي او دوه زره نور ټپيان شوي دي.خو طالبانو دغه څرګندونې رد کړې دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې اوس اصلي لومړیتوب د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدل دي او د سولې هڅې په همدې دلیل درول شوې دي.

شریک یي کړئ