Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

معترضې نوماندانې د عدالت غوښتنې په پار د ارګ دروازو ته ولاړې

د ولسي جرګې ځينې معترضې نوماندانې نن سې‎شنبې (د غبرګولي په ۱۳مه) د عدالت غوښتنې په پار د کفن له اغوستو سره د ولسمشرۍ ماڼۍ دروازو ته ولاړې.

دغه نوماندانې حکومت په ځانګړې توګه ولسمشر د هغوی د غوښتنو په وړاندې په بې پروایۍ تورن وي او وايي تر هغې چې حکومت د هغوی د شته سندونو د څېړنې لپاره کمېسیون جوړ نه کړي له لاریون او اعتراض څخه به لاس وا نه‎خلي.

دا ښځې چې له یوولس ولایتونو ولسي جرګې ته نوماندې وې وايي، سره له دې چې خلکو رایه ورکړې، خو د دوی پر ځای نورې نوماندانې بریالۍ اعلان شوې دي.

دوی د اختر په لومړۍ ورځ کفن اغوستی و او د ارګ تر مخې ولاړې.

معترضه نومانده هیله مجتبی وویل:«هغه نوماندان چې په لومړني نوملړ کې یې نومونه راغلي خو په وروستي نوملړ کې د هغوی نومونه د فساد له امله نه دي راغلي، د اعتراض خېمه یې ودروله. څو زموږ حق موږ ته بېرته راکړل شي، موږ همدلته یوو او خپلې مبارزې ته دوام ورکوو.»

د بغلان ولایت معترضه نومانده فرزانه فرهمند هم وايي:«نن موږ کفن واغوست او د ارګ دروازې ته ولاړو څو وښیو که‎چېرې تاسې واقعاً دیني او مذهبي ارزښتونو ته ژمن یاست، پنځوس ورځې کېږي چې خویندې مو چې د سړک ته‎څېرمه یې د پرلت خېمه درولې او د روژې میاشت یې هم دلته تېره کړه او له روژې شل ورځې مخکې راغلي یوو او نن هم اختر دی موږ خپلو کورونو ته ولاړو نه.» 

معترضه نومانده صدیقه مبارز نجیبه فایض هلمندۍ هم څرګندوي:«پنځوس شپې او ورځې کېږي چې موږ د پرلت خېمه درولې ده خو تراوسه هېچا زموږ پوښتنه نه ده کړې او څوک زموږ لیدو ته را نه غلل او له همدې امله نن موږ کفن واغوست. موږ د عدالت په پار کفن واغوست او تر هغې چې ژوندي یوو عدالت ته د رسېدو لپاره مبارزه کوو.»

دا معترضې نوماندانې وايي، سره له دې چې ارګ، اجراییه ریاست او لویې څارنوالۍ ته یې خپل شکایتونه او سندونه سپارلي، خو تر اوسه یې ستونزې نه ده حل شوې.

معترضه نومانده هدیه حمیدي وویل:«کابو پنځوس ورځې کېږي چې موږ د پرلت خېمه درولې ده او د پرلت په خېمه کې کابو د دولسو ولایتونو نوماندان دي. موږ هر یو اسناد په لاس کې لرو، خو په دغو پنځوسو ورځو کې د چارواکو او ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا زموږ غږ چا نه دی اورېدلی.»

دا ښځې خبرداری ورکوي، که یې د عدالت غوښتنې غږ وا نه ورېدل شي، خپلو  اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

معترضه نومانده ارزو ساپۍ وايي:«موږ مېرمنې له یولسو ولایتونو یوو. موږ نن کفن اغوستی او خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوو.»

دې ښځو له تېرو پنځوس ورځو را پدېخوا د ارګ او سپېدار ماڼۍ ترمخه د اعتراض خېمه درولې او د خپلو سندونو پر څېړنې ټینګار کوي.

د ۱۱ ولایتونو معترضو نوماندانو له تېرو پنځوس ورځو راهیسې د ارګ او سپېدار ماڼۍ ترمخه د اعتراض خېمه درولې او د خپلو سندونو پر څېړنې ټینګار کوي.

شریک یي کړئ