Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

معترضې نوماندانې: پولیسو زموږ مدني حقونه تر پښو لاندې کړي

د هلمند، بغلان، میدان وردګو، ننګرهار او کندهار ولایتونو د ولسي جرګې اته معترضې نوماندانې، چې له څه باندې شلو ورځو راهیسې یې ولسمشرۍ او سپېدار ماڼیو ته نږدې د اعتراض خېمه درولې وه، وايي چې د دوی د پرلت او عدالت غوښتنې خېمې د لرې کولو پر مهال د امنیتي ځواکونو چار چلند د مدني ازادیو پر خلاف وو.

دغه معترضې نوماندانې وايي دا چې دوی د عدالت غوښتنې په پار ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې د اعتراض خېمه ودروله، خو حکومت نه یوازې د هغوی غږ وا نه ورېد، بلکې له هغوی سره ناسم چلند وکړ.

دغه مېرمنې ګواښ کوي تر هغې چې حکومت د هغوی د سندونو د څېړنې لپاره ځانګړې محکمه جوړه نه کړي او عدالت تامین نه شي هغوی به له خپل اعتراض څخه لاس وا نه خلي.

د هلمند معترضه نومانده نجیبه فایز په دې اړه وايي:«برید یې کاوه او پړوني یې زموږ له سرونو کشکول، زموږ درمل یې له ځان سره یوړل، زموږ دستکولونه یې له ځان سره یوړل، زموږ جامې یې له ځان سره یوړې، زموږ لوږي یې له ځان سره یوړل، دا ډول وحشیانه کړنه هېڅ ډول نه شو کولای توجیه کړو.»

د بغلان معترضه نومانده فرزانه فرهمند هم وویل:«هغوی ته ګواښ کوم که زموږ خېمه مو یوړه، ښه مو وکړل. موږ له خېمې پرته تر لمر لاندې هم کولای شو چې کېښنو او خپل اعتراض ته دوام ورکړو. پولیسو خو وینۍ چې زموږ شاوخوا یې څرنګه محدوده کړې ده حتا هېڅ یو موټر هم زموږ خوا ته نه شي راتلی او د باران د اورېدو پر مهال موږ دننه موټر ته پناه وړو. موږ تر هغې د سړک پر سر کېنښو ترڅو چې زموږ غوښتنې پوره شي.»

دغه نوماندان ادعا لري چې د رایو په شمېرنه کې درغلي شوې او د هغو سندونو پر بنسټ چې وايي په لاس کې یې لري، د هغوی رایې له پامه غورځول شوې دي.

د وردګو معترضه نومانده صدیقه مبارز څرګندوي:«ځينې هغو چې د میدان وردګو ولایت څخه ولسي جرګې ته لاره پيدا کړې، هغوی رایې نه‎لري، په حقیقت کې هغه نوملړ کې 
چې تفتش شو له رسمي پرېکړو وروسته چې صادر شوي هغوی هېڅ استازي نه دي نن د میدان وردګو ولایت خلک په بشپړه توګه اعتراض لري چې هغوی د استازي په توګه نه مني.»

خو د دغو استازو د اعتراضي خېمې له ټولولو وروسته تراوسه هم دا مېرمنې دلته شته او وايي په موټرونو کې شپه تېروي.

د ننګرهار معترضه نومانده ډېوه نیازۍ وايي:«پارلمان ته د تګ معیار د خلکو د رایو ترلاسه کول دي. زه د ازادې سیالۍ له لارې راغلې یم او د خلکو رایه مې اخیستې ده، خو ولې خیانت کېږي؟ ولسمشر ولې زموږ غږ نه اوري! د دروازې مخې ته دې اته ښځې ناستې دي. ته اتو ښځو ته قناعت نه شې ورکولای، مېلیونونو افغانانو ته څرنګه قناعت ورکوئ؟»

دا مېرمنې خبرداری ورکوي ترهغه به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي چې ولسمشر د ولسي جرګې په ټاکنو کې د پراخ فساد په هکله د دوب د شکایتونو د څېړلو لپاره ځانګړې محکمه جوړه کړي.

دوی وايي له ۲۵ ورځو راهیسې ارګ او سپيدار ماڼیو ته نږدې عدالت غوښتنه کوي خو تراوسه یې هېچا غږ نه دی اورېدلی.

شریک یي کړئ