Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نوې څېړنه: حکومت او نړۍ د ټاکنو په اړه مشخصه تګلاره نه لري

پر ټاکنو د څار بنسټونو یوه ګډه ارزونه د دې ښودنه کوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون، افغان حکومت او نړیواله ټولنه د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسراوي او سولې خبرو اترو لپاره څرګنده تګلاره نه‎لري.

د دغې ارزونې پر بنسټ د ټاکنو خپلواک کمېسیون، حکومت او نړیواله ټولنه د رڼو، ټول شموله ټاکنو ترسراوي لپاره چمتووالی نه‎لري.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د ولسمشرۍ ټاکنې په ټاکلي وخت په رڼه توګه به ترسره شي.

پر ټاکنو د څار دا بنسټونه وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو د چمتووالي په اړه د دوی څېړنې ښيي چې نړیواله ټولنه له دې ټاکنو د ملاتړ په اړه روښانه دریځ نه لري، ټاکنو خپلواک کمېسیون لا تر اوسه د رایه ورکوونکو نوم‌لړ تصفیه کړی نه دی، له بایومېټریک د ګټنې موضوع هم روښانه نه ده او د حکومت او ټاکنو خپلواک کمېسیون ترمنځ اړیکه هم د پوښتنې وړ ده.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مسوول یوسف رشید په دې اړه وویل:«سوله یا ټاکنې، موږ د لارې یوې نقشې ته اړیتا لرو له ابهام سره نه کېږي چې د ټاکنو په لور ولاړ شو، ټاکنې یوه اوږده پروسه نه ده چې تاسې ورته دوه کاله اړتیا ولرئ د تلې په شپږمه ټاکنې دي او روښانه ده خو د سولې لپاره څه نه لرو.»

د رڼو ټاکنو بنسټ مسوول نعیم ایوب‌زاده وايي:«حکومت باید له لاسوهنې مخنیوی وکړي، د څار زمینه باید برابره شي، هېڅ ارګان د ټاکنو څار او ملاتړ ته چمتو نه دی نه نړیواله ټولنه، نه حکومت او که‎چېرې دا شان د ټاکنو په لور ولاړ شو ټاکنیزه ځان‎وژنه به وي.»

دا بنسټونه له اوسه خبرداری ورکوي چې ټاکنیزې ډلې د قدرت د وېش په حال کې دي.

د فیفا ویانده صغرا سعادت څرګنده کړه:«ځينې بنسټونه له ښځو ناوړه استفاده کوي، دا کار یې ښځو ته زیان رسول دي. ټاکنیزې ډلې په خپله ګټه او د بلې ډلې په زیان د ښځو له ادرسه تور پورې کوي.»

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا وايي، د ټولو بنسټونو له‌خوا د رڼو ټاکنو لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ريیسه حوا علم نورستانۍ وايي:«زموږ تر ټولو ستره اندېښنه بودیجه وه، خو رفع شوه، اوس د خدای په ملاتړ او د مرسته کوونکو بنسټونو له مرستې سره په خیر د تلې د شپږمې نېټې ټاکنې ترسره کوو.»

پر ټاکنو د څار دا بنسټونه خبرداری ورکوي، که کمېسیون په بشپړ او سم ډول چمتووالی و نه نیسي، راتلوونکې ټاکنې به له ستونزو ډکې وي، خو ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ټول چمتووالی نیول شوی دی.

د یوې نوې ارزونې پر بنسټ د ټاکنو خپلواک کمېسیون، حکومت او نړیواله ټولنه د رڼو، ټول شموله ټاکنو ترسراوي لپاره چمتووالی نه‎لري.

شریک یي کړئ