Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر فساد تورنو هم ټاکنیزو کمېسیونونو کې د غړیتوب غوښتنلیکونه ورکړي

 پر ټاکنو د څارونکي بنسټونه وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو شمېر پخوانيو او اوسنيو برحاله مسوولینو چې په وروستیو ټاکنو کې په فساد او نورو اړوندو کړکېچونو کې تورن پېژندل شوي، یو ځل بیا يې په ټاکنیزو کمېسیونونو کي د غړیتوب تر لاسه کولو لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي. 

په همدي حال کي په ټاکنیزو کمېسیونونو کي د غړیتوب تر لاسه کولو لپاره د اسنادو د راټولو ډله وايي تر دې مهاله د ۱۳ کسانو اسناد د سیاسي حذبونو له لوري ورته سپارل شوي دي. 

دغه پنځه کسیزه ډله په ټاکنو پورې اړوندو مدني ټولنې د بنسټونو په استازیتوب د هغو ۱۵۰ تنو د سندونو د راټولولو په حال کې دي چې دغو ادارو ته یې غوښتنلیکونه لېږلي دي. 

په داسې حال کې چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د بهرنیو اړیکو پخواني رییس عبدالرحیم نوښتیار، د دې بنسټ د دارالانشا پخواني مرستیال عبدالعزیز صمیم، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د تخنیکي او مالوماتو د راټولولو برخې رییس سید ابراهیم سادات او یو شمېر خبریالانو او د نورو ادارو کارکوونکو په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره غوښتنلیکونه ورکړي دي.

پر ټاکنو پورې اړوند د مدني ټولنې د بنسټونو غړی خلیل رووفي وايي:«د ټاکنیزو کمېسیونونو اوسني او پخواني کارکوونکي دي، زموږ چلند د معیارونو پر بنسټ دی، چې مخکې مو چمتو کړي زموږ د بنسټونو تر منځ هوکړه شوې، موږ تر ډېره هغه موردونه په پام کې نیسو چې د ټاکنو قانون د دولسمې مادې پر بنسټ وي او ځينې نور معیارونه چې زموږ نوماندان له ښه ظرفیت سره د ملي پروسې په لور ولاړ شي.»

له بلخوا په تېرو څلورو ورځو کې په عدلیې وزارت کې له ۷۲ ثبت شویو سیاسي ګوندونو له ډلې تراوسه دیارلسو تنو دغې کاري ډلې ته په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د نوماندۍ غوښتنلیکونه ورکړي دي.

پر ټاکنو پورې اړوند د مدني ټولنې د بنسټونو غړی محمد یونس سعیدي څرګنده کړه:«د څار ډلې چې د مدني ټولنې د څار او مدني ټولنې بنسټونه دي، زموږ غوښتنه له دوی دا ده هغه کسان چې نوي ګومارل کېږي د افغانستان د خلکو هیله دوی ته ده، خدای مه کړه داسې نه چې دا کسان هم د تېرو کسانو په څېر غله او فاسد وي.»

ولسمشر د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي د مالي فساد په تور له دندو ګوښه کړي او دوسیې یې په لویه څارنوالۍ کې د څېړلو په حال کې دي. حکومت باید تر راتلونکو لسو ورځو پورې د ټاکنیزو کمېسیونونو نوي غړي معرفي کړي.

په ټاکنیزو کمېسیونونو کي د غړیتوب تر لاسه کولو لپاره د اسنادو د راټولو ډله وايي تر دې مهاله د ۱۳ کسانو اسناد د سیاسي حذبونو له لوري ورته سپارل شوي دي.

شریک یي کړئ