Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ځايي چارواکي: د هلمند په پنځو ولسوالیو کې به رایه اچونه ونه شي

هلمند کې د ټاکنو کمېسیون دفتر وايي، د دغه ولایت په باغران، دیشو، موسي کلا، نوازد او خانیش ولسوالیو کې به د طالبانو د حضور له امله ولسمشرۍ ټاکنې ترسره نه‎شي.

مسوولان وايي، د هلمند ولایت په ۹۷ مرکزونو کې به رایه اچونه وشي. په یادو مرکزونو کې تېر کال د تذکرو د سټېکر پروسه هم مخته وړل شوې وه، او اوس ورته امنیتي ځواکونو په اړوندو ځایونو کې د امنیت د خوندیتوب ډاډ هم ورکړی دی، خو وایي، د دغه ولایت په پنځه ولسوالیو کې به هېڅ ټاکنې ترسره نه شي.

اخوا د هلمند ولایتي شورا رییس وايي د لښکرګاه ښار او د یو شمېر کمو ولسوالیو د مرکزونو پرته په نورو ولسوالیو او سیمو کې د لوړ امنیتي ګواښ له امله به د ټاکنو پروسه خنډ سره مخ شي. 

د هلمند ولایتي شورا رییس عطاالله افغان وویل:«دا به له دروغو څخه ډکه خبره وي چې زه ووایم د ټاکنو لپار په هلمند کې زمینه برابره ده، یوازي، د ځینو ولسوالیو په مرکزي سیمو کي د ټاکنو لپاره زمینه برابره ده، خو پاتې نورو سیمو او ولسوالیو کې هېڅ امکان نه لري چې هلته دې خلګ ولاړ شي او رایه دې استعمال کړي.»

بل خوا هلمندیان وایي د ټاکنو لپاره يې د امنیت ټینګښت ډېر مهم دی، او په یو شمېر هغو سیمو کې چې د رايې اچونې لپاره ټاکل شوي دي د امنیتي ګواښونو له امله به یاده پروسه تر سره نه‎شي.

د هلمند د ټاکنو خپلواک سیمه‎يیز کمیسون مسولین وايي د هلمند د ۱۳ ولسوالیو له ډلې په پنځه ولسوالیو کې هېڅ ټاکني نه ترسره کېږي. او په پاته نورو ولسوالیو کي د لښکرګاه ښار په ګډون د رايې اچونې لپاره ۹۳ مرکزونه په نښه شوي دي او دوی چمتوالی لري تر څو په یادو سیمو او ولسوالیو کي ټاکنې تر سره کړي. 

هلمند کې د ټاکنو کمېسیون عملیاتي مرستیال احمدشاه صاحبزاده وايي:«موږ د هلمند په هغه سیمو او ولسوالیو کې د رايي اچونو مرکزونه خلاصوو چېري چې مو په تېر کال کې د پارلماني ټاکنو لپاره پر تذکرو سټېکر لګولی و، ټول ټال ۹۷ مرکزونه دي، چې له دې ډلې ۲۲ مرکزونه په ناومیش ولسوالۍ کې دي، ناومیش ولسوالۍ د هلمند اړوند ده، خو د داکندي ولایت له لوري اداره کېږي.ځیني سیمو کي به ممکن تهدید وي، خو موږ ته د امنیتي ځواکونو له لوري ډاډ راکول شوی چې کومه ستونزه به رامنځته نه‎شي.»

بل خوا یو شمیر مدني فعالان وايي ډېری کسان د ټاکنو په پروسه باندي بې باوره ده، ځکه په تېرو پارلماني ټاکنو کې د امنیتي ستونزه سربېره یاده پروسه کې پراخې درغلۍ تر سره شوې. 

د مدني ټولنې فعال عبدالجلیل مجددي په دې اړه وویل:«په تېرو ټاکنو کې بېسارې درغلۍ وشوې، او ټاکني په سمه توګه تر سره نه‎شوې، اوس هم چي امنیتي وضیعت ډېر خراب دی.»

د مدني ټولنې بل فعال عبدالباري هم څرګنده کړه:«خلک په ټاکنو باندې باوري نه دي، ډېرو کمو سیمو او د لښکرګا ښار کې به خلګ برخه واخلي خو د نورو ډېرو سیمو کې چې هلته ډېر خلګ اوسېږي. د طالبانو په واک کې دي.»

خو د هلمند امنیتي چارواکي وايي دوی د ټاکنو د امنیت خوندیتوب په موخه د ښار په څنډو او ولسوالیو کې عملیات پیل کړي، چې خلګ وکړای شي په امنه فضا کې په ټاکنو کې برخه واخلي.

د هلمند امنیه قوماندان سمنوال احسام الدین هلمندی په داګه کوي:«موږ د ټاکنو د امنیت د تامین لپاره دوه ډوله عملیاتو پیل کړي چې په یو لړ عملیاتو کې به ولسوالیو کې تر ګواښ لاندې سیمې امنې شي او په بل ډول عملیاتو کې به د لښکرګاه ښار اړوند او ښار ته نږدې سیمې به د ګواښونو مخنیوي وکړو.»

باغران، دیشو، موسی کلا، نوزاد او خانشین هغه ولسوالۍ دي چې هېڅ ټاکني به په‎کې تر سره نه‎شي او د طالبانو په واک کې دي. او د سنګین او کجکي ولسوالیو کې به په نظامي اډو کې ټاکني تر سره شي.

شریک یي کړئ