Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

څارونکي: د رایې ورکولو د ۴۳۱ مرکزونو په اړه امنیتي رپوټ مشکوک دی

سیاسي ګوندونه او بهیرونه د رایې ورکولو ۴۳۱ مرکزونو د تړلو په اړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون او امنیتي بنسټونو رپوټ او همدارنګه د څه باندې ۱۵۰۰ مرکزونو له ګواښ سره مخامخ کېدل مشکوک ګڼي.

سیاسي ګوندونه او بهیرونه او د ولسي جرګې ځينې غړي وايي چې د هېواد په مرکزي او سوېلي ولایتونو کې ډېری ولسوالۍ د دولت په ولکه کې نه دي، خو په دغو برخو کې د رایې ورکولو مرکزونه تړلي اعلان شوي نه دي، خو هغه ولسوالۍ چې له ګواښ سره مخ دي، دا مرکزونه پرانیستي اعلان شوي دي.     

د ټاکنو خپلواک کمېسیون او امنیتي ادارې د رایو دوه زره او دیارلس مرکزونه له ګوښونو سره مخامخ بولي. له دې جملې ۴۳۱ مرکزونه په اوولسو ولایتونو کې تړلي اعلان شوي او همداراز رپوټ ورکړ شوی چې څه د پاسه ۱۵۰۰ نور مرکزونه له ګواښ سره مخامخ دي.

د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مسوول یوسف رشید په دې اړه وايي:«داسې ولایتونه هم شته چې هلته هېڅ تړلی مرکز نه لرو او دا د دوه حالاتو ښودونکی دی، یا دا چې د سیمې او یا د هغه ولایت په کچه امنیتي ارزونې سیمې ترسره شوې نه دي او یا دا چې خدای مه‎کړه په دې برخه کې کومه تېروتنه وي. هیله ده چې په د برخه کې امنیتي ارزونې دقیقې وي خدای مه کړه سبا بیا سیاسي ستونزه رامنځته شي.»

ډېری دا مرکزونه په شمالي، شمال ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې دي، د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي که څه هم طالبان په سوېلي ولایتونو کې پراخ فعالیت لري خو په هغو برخو کې چې حکومت واکمن نه دی یو شمېر مرکزونه پرانیستي اعلان شوي دي.

د ولسي جرګې غړی ګل احمد نورزاد په دې اړه وویل:«په نورو ولسوالیو کې هېڅ امکان نه‎لري،هغوی په کلابندۍ کې دي او نه شي کولای له خپلو دفترونو بهر شي. هر څوک چې وايي په ولسوالیو کې ټاکنې کې.ي هغوی د درغلۍ لپاره لار هواروي. په مرکز او څلورو ولسوالیو کې ټاکنې ترسره کېږي.»

په ولسي جرګې کې د لوګر د استازو په وینا د دې ولایت خروار ولسوالي د طالبانو په واک کې ده او د څرخ، بره کي برک، خوشي او محمداغې ولسوالۍ یوازې ځینې برخې چې د دولت په واک کې دي ټاکنې به پکې وشي.

د ولسي جرګې غړی  ضیاالدین ضیا وايي:«ډېر سیایټونه یې اضافه کړي چې مشکوک دي، اصلاً مالومه نه ده چې دا د طالب سیمه ده که غیر طالب؟ په دغو ولایتونو کې پوهېږئ چې د ولایتونو له مرکزونو پرته نور د طالبانو په واک کې دي، خو څنګه کولای شي چې ټول سایټونه پرانیستي وي. دا په خپله د پراخې درغلۍ لپاره د زمینې برابرول دي.»

له بلې خوا سیاسي ګوندونه او بهیرونه خبرداری ورکوي که ټاکنیز مرکزونه د سیاسي موخو له امله پرانیستي یا تړلي اعلان شوي وي هېواد به له کړکېچ سره مخامخ شي.

د سیاسي ګوندونو او بهیرونو د کمېټې رییس محمد ناطقي څرګندوي:«له دلایلو پرته سیمې اعلان کړئ او هلته مرکزونه هلته وتړئ د دې پایله دوه شیان دي، د ټاکنو مهندسي او بله د خلکو محرومول د هغوی له رایې دي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د رایو ۵۳۷۳ مرکزونه په پام کې نیولي وو خو له دې جملې څه د پاسه درې زره د رایو مرکزونه امن بلل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه