Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کمېسیون: ډېری ثبت شوي شکایتونه د غني او عبدالله د ټاکنیزو ډلو دي

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي چې د ولسمشریزو ټاکنو، د ټاکنیزو سیالیو په لړ کې تر اوسه په ټول هېواد کې ۶۶ ټاکنیز شکایتونه ثبت کړي دي، چې په سلو کې له ۶۰ زیات يې د دولت جوړونکي او د ثبات او همپالنې ټاکنیزو ډلو په اړه دي. 

د یاد کمېسیون چارواکي وايي چې ډېری شکایتونه په کابل کې ثبت شوي دي. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په خبره د دولت یو شمېر برحاله کارکوونکي په بېلابېلو ټاکنیزو ډلو کې ګډون لري. 

له ۶۶ ټاکنیزو شکایتونو، ۳۶ په کابل، څلور په هرات، څلور په کندهار، پنځه په تخار او یو شمېر هم په نورو ولایتونو کې ثبت شوي دي. 

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مسوولین د هرات له سیمه‎يیزو چارواکو سره په خبري ناسته کې وايي د ولسمشرۍ د نوماندانو د ټاکنیز کمپاین له پیل راهیسې په ټول هېواد کې ۶۶ شکایتونه ثبت شوي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییسه زهره بیان شینوارې په دې اړه وویل:«په ټول افغانستان کې د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال ۶۶ ټاکنیز شکایتونه ثبت شوي چې څلور شکایتونه په هرات پورې اړوند دي. له دې ډلې ۶۰ شکایتونو ته رسېدنه شوې او له ټولو نوماندانو سره په یو شان چلند کوو.»

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د مسوولینو په وینا له ټولو شکایتونو چې دوی ته رسېدلي ۶۵ سلنه یې د دولت جوړونکي او د ثبات او همپالنې ټاکنیزو ډلو دي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون منشي محمد قاسم الیاسي وايي:«د ۹۵ سلنې ثبت شویو شکایتونو له ډلې ۶۰ تر ۶۵ سلنه په کابل کې خو په نورو ولایتونو کې متعدده دي د دولت جوړونکي او ثبات او همپالنې ټاکنیزو ډلو پورې اړوند دي.»

د ټاکنیزو مبارزو پر مهال څلور شکایتونه په هرات کې ثبت شوي، د دې ولایت سیمه‎يیز چارواکي ټینګار کوي چې له هغو کسانو سره به جدي چلند وشي چې ټاکنیزې سرغړونې یې کړې دي.

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي په دې اړه څرګنده کړه:«په هغه صورت کې چې سرغړونه ترسره شي. او کمېسیون پرېکړه وکړيو څارنوالي شته، له سرغړونکو سره به چلند وکړو.»

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مسوولین وايي ۹۵ سلنه ثبت شوي شکایتونه د هغو پنځو ټاکنیزو ډلو دي چې ډېر کمپاین یې کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه