Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ګوندونه: ټاکنو کې د بایومېټریک دستګاوو نه کارول د ټاکنو مهندسي ده

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له‌خوا د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د رایه ورکوونکو د نوم‌لیکنې بهیر کې له بایومېټریک دستګاوو څخه د نه استفاده کولو پرېکړې، د یو شمېر سیاسي ګوندونو او بهیرونو غبرګون را پورته کړی دی.

ځينې سیاسي ګوندونه د ټاکنو خپلواک کمېسیون هغه پرېکړې چې ګواکې د رایې ورکوونکو د ثبت لپاره به له بایومېټریک دستګاوو کار وانه خیستل شي، سیاسي اقدام او د ټاکنو د مهندسۍ لپاره چمتووالی ګڼي. 

ځينې دغه ګوندونه همدارنګه وايي چې په ټاکنو کې د بایومېټریک دستګاوو کارونه زموږ سره کرښه ده.

د حزب اسلامي ګوند غړی همایون جریر په دې اړه وویل:«د ولسمشرۍ ټاکنو په ورځ د بشپړ بایومېټریک ټکنالوژۍ د استفادې پلوي یوو، او د ټاکنو په ورځ د بشپړ بایومېټریک استفاده د ګوندونو سره کرښه ده.»

یو شمېر ګوندونه وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا واک نه‎لري او دا پرېکړه سیاسي بولي څرګندوي چې بدې پایلې به ولري.

د جمعیت اسلامي ګوند غړی نور رحمان اخلاقي وايي:«قانون مشخصه کړې چې د رایه ورکونو د ثبتولو لپاره باید له بایومېټریک دستګاوو استفاده وشي، کمېسیون په دې اړه د پرېکړې واک نه‎لري، تر هغې چې قانون تعدیل نه شي هېڅوک دا واک نه لري او نه شي کولای داسې ټاکنې چې پیل یې له هغه ځایه شروع شي چې هغه قوانین تر پښو لاندې کړي چې په خپله تاکنو ته مشروعیت ورکوي.»

دا ګوندونه وايي، ټاکنو کې د روڼوالي لپاره له بایومېټریک پرته بله لار نه شته.

د جنبش اسلامي ګوند مرستیال عبدالله قرلق څرګنده کړه:«دوی د دې ټولو پر خلاف دا ټولې پرېکړې،طرحې او هوکړې چې له مخکې شوې وې پرېکړه وکړه.»

په ورته وخت کې یو شمېر سیاسي بهیرونو د ګوندونو او سیاسي بهیرنو د ملي ایتلاف تر نوم لاندې د سولې او ټاکنو په اړه غونډه وکړه.

د افغانستان د ژغورنې ګوند ريیس یاسین حبیب وايي:«زموږ ملت، سیاسي ګوندونه، په ځانګړې توګه د افغانستان د سیاسي ګوندونو ایتلاف د رڼو ټاکنو د ترسراوي غوښتونکي دي.»

ټاکنو خپلواک کمېسیون تازه پرېکړه کړې چې د ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو د نوم‌لیکنې بهیر دې له بایومېټریک پرته وشي.

دا کمېسیون دا کار د وخت د کمي، د امکاناتو کمی او د بایومېټریک دستګاوو په وسیله د دې پروسې نه عملي کېدل بللي دي.

شریک یي کړئ