فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: د افغان ځواکونو په تړاو د طالبانو نظر ته د ولسمشر غبرګون
ولسمشر غني شنبې( د سلواغې په ۱۳مه نېټه) د طالبانو د قطر دفتر د پخواني مشر، شېرمحمد عباس ستانکزي د خبرو په غبرګون کې وویل، هغوی چې نور په زور خبرو ته کېنوي، د هېواد د زمریانو د ګډوډلو خبرې دې نه کوي.
ښاغلي غني زیاته کړې:"هغوی چې نور یې په زور مذاکراتو ته کشوي، زموږ د اتلانو د پاشلو خبرې دې نه کوي، که دومره تکړه وي د انتحار او انفجار پرځای دې د جګړې په ډګر کې دوی ته ورمخ شي."
عباس ستانکزي په خپلو وروستیو خبرو کې ویلي وو چې د سولې خبرو کې د طالبانو ګډېدو سره به، د ملي اردو ځواکونه مدغم شي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع د پوځي چارو کارپوه، محمد رادمنش او د فراه پخواني والي، بصیر سالنګي سره خبرې شوې دي.