فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: د جوزا پر لومړۍ د ولسمشر د کار پر پای ټینګار
د غبرګولي میاشتې په رانږدې کېدو سره د ولسمشرۍ ټاکنو یو شمېر نوماندان د ملي یووالي حکومت د پای ته رسېدو په اړه د خپلې تګلارې په عملي کېدو ټینګار کوي.
دغه نوماندان وایي د ولسمشر د کار موده په اساسي قانون کې پنځه کاله ښودل شوې او له غبرګولي میاشتې وروسته د ولسمشر د کار دوام نامشروع او ناقانوني دی.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د مادر وطن ټاکنیزې ډلې مرستیال، خلیل رومان
د ولسمشر د دوهم مرستیال سلاکار، محمد هدایت