فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: د ټاکنیزو کمېسیونونو تازه غړو لوړه وکړه
د ټاکنیزو کمېسیونونو نویو غړو نن (دوشنبې د کب په ۱۳مه نېټه) له غرمې مخکې د ملي یووالی حکومت مشرانو په شتون کې لوړه وکړه.
ټاکنو خپلواک کمېسیون اووه غړي، د ټاکنیزو شکایتو کمېسیون پنځه غړي او دواړو کمېسیونونو د دارالانشاء رییسان تېره شپه د ولسمشر لخوا معرفي شول.
په دې خپرونه کې کوربه وحید احمدي پر همدې موضوع، په افغانستان کې د اسیا بنسټ له مشر، عبدالله احمدزي او د حزب اسلامي د مشرۍ پلاوي غړي، همایون جریر سره خبرې کړې دي.