فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: رسمي ناستو کې د دوستم د نشتون لامل
د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم که څه هم کابو لس میاشتې مخکې له ترکیې څخه هېواد ته راستون شو، خو تراوسه هم د کابینې په غونډو کې ګډون نه کوي.
جنرال دوستم ته نږدې کسان د کابینې په غونډو کې د ولسمشر د لومړي مرستیال د نه ګډون لامل په اړه وايي چې په دې اړه باید ولسمشر توضیح ورکړي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د ولسي جرګې غړی، نذیراحمد احمدزی
د جنبش ملي ګوند د مشرۍ پلاوي غړی، مولوی بحرالدین جوزجاني