Skip to main content
وروستي خبرونه
فراخبر

فراخبر: غزني ولایت کې د نښتو په اړه خبرې

د غزني د ولایتي شورا ځینې غړي وایي، پر اجرستان، ده یک، جغتو او د مرکز پر اسفنده کلي د طالبانو بریدونو کې ۲۰ افغان سرتېرو ژوند بایللی او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان دي.

غزني کې د ریزرف عملیاتي قطعې قوماندان او د ده یک ولسوالۍ امنیه قوماندان هم په وژل شويو کې دي.

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت وایي، غزني کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او اجرستان ولسوالۍ ته مرستندویه ځواکونه رسېدلي دي.

په دې خپرونه کې کوربه، مسعود ملک پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې کړې دي.

د خپرونې مېلمانه:

د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر رئيس، محمد رادمنش

دولسي جرګې غړی، عبدالقیوم سجادي

شریک یي کړئ

موږ په فېسبوک کې ومومئ

@Tolonews

د طلوع نیوز توییترپاڼه

@Tolonews