فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: مسکو کې د ناستې دوهمه ورځ
مسکو کې د تړلو دروازو ترشا د افغان سیاستوالانو د پنځه کسیز پلاوي او د طالبانو د استازو ترمنځ خبرې اترې د غبرګولي میاشتې په ۸مه نېټه ترسره شوې.
که څه هم د تیرې ورځې په ناسته کې یو شمېر افغان سیاستوالانو له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه خو داسې ښکاري چې طالبانو تراوسه دغې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه: سیاسي فعالان، صدیق پتمن او نظرمحمد مطمین