د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۷ د تلې۲۴ مه
د سولې شورا په قطر کې د طالب استازیو او زلمي خلیلزاد تر منځ د بهرنیانو پر وتلو خبرې اترې رد کړې دي.
د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس محمد اکرم خپلواک وايي، که څه هم د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره د بهرنیانو وتل او د طالب زندانیانو خوشي کېدل د بحث اساسي موضوع وه، خو تر اوسه په دې اړه خبرې اترې نه دي شوې.