د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۷ د زمري ۲۰مه
د غزني ولایت د پنجشنبې شبې له ناوخته (د زمري له ۱۸ مه) تراوسه د دولتي ځواکونو او طالبانو د نښتو شاهد وه او طالب جنګیالیو د غزني ښار ځينې برخې هم نیولې دي.
د ملي امنیت پخوانی رییس اسدالله خالد، د طالبانو له خوا د غزني ښار د ځينو سیمو نیول د امنیتي چارواکو ناغېړي او بې تفاوتي بولي.