د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۷ د سلواغې ۱۴مه نېټه
د سولې په خبرو اترو کې پېچلتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونه او پانګوال اندېښمن کړي او پانګونې ته زړه نه ښه کوي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال وايي چې د اوسني وضعیت له امله پانګوال پانګونې ته لېوالتیا نه ښيي.
پنځهلس کاله کېږي چې سید سلطان حسین موټر پلورنځی لري. دی وايي، موټرونه یې واردول او کار روزګار یې ښه روان و، خو په دې وروستیو کې خلک نه غواړي خپلې پیسې مصرف کړي.