د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۷ د مرغومې ۲۰ مه نېټه
د سیمهییزې اجماع لپاره د ولسمشر غني ځانګړي استازي اسلام اباد د سفر په ترڅ کې ویلي، تر هغو چې طالبان د افغانستان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر نشي، افغانستان کې د سولې راتګ ستونزمن دی.
ښاغلي داوودزي ویلي دي:« دوی یعنې پاکستان پر طالبانو نفوذ لري زه د زور له کلمې کرکه لرم، کله چې تاسو یو څوک په زور سره خبرو ته اړباسئ دا نه مني، تاسو باید دوي دې کار ته وهڅوئ، باید دوي یقیني کړئ چې دا د هغوی په ګټه ده ترڅو د خبرو میز ته راشي او دا هغه څه دي چې پاکستان یې اوس کوي.»
په همدې حال کې د حکومت اجراییه رییس وايي تراوسه د پاکستان په کړنو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.