د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۷ د وږي ۰۱مه
پر ارګ او دفاع وزارت له توغندويي برید دوه ورځې وروسته، د کورنیو چارو وزرات د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته (د وږي په لومړۍ) د کابل امنیتي چارواکي په دې اړه د ځواب ویلو لپاره یوې غونډې ته رابلل شوي وو.
د دې غونډې جزییات چې په رسنیو کې په ژوند بڼه خپرېده، امنیتي چارواکو د دغه برید او ولسمشرۍ ماڼۍ ته نېږدې د بریدګرو د ځای پر ځای کېدو د څرنګوالي په اړه مالومات ورکاوه. خو کله چې د کابل د امنیه قومندانۍ د امنیتي چارو مرستیال جنرال صادق مرادي د کورنیو چارو وزارت پر مشرتابه نیوکه وکړه، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک په غوسه شو.