د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۷ د کب ۱۹مه نېټه
د سولې عالي شورا وايي چې ولسمشر تراوسه د سولې مشورتي جرګې د ترسراوي لپاره د کمېسیون د جوړېدو په هکله کوم فرمان صادر کړی نه دی.
دا جرګه چې ټاکل شوې وه د کب په ۲۶ جوړه شي. خو سرچینې وايي چې د دغې جرګې ترسراوی د راتلوونکي کال تر نامالومې مودې ناڅرګند پاتې دی.