د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د وږي ۲۳مه نېټه
د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو له درېدو وروسته اوس افغان حکومت هم له طالبانو سره د سولې هڅې درولې دي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي چې نن له غرمې وروسته (شنبې د وږي په ۲۳مه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې اوس د افغان حکومت اصلي تمرکز د ولسمشرۍ ټاکنو په ترسراوي دی.
هغه ټینګار وکړ چې ټاکل شوې ده د سولې هڅې د افغانستان د راتلوونکي حکومت چې د تلې د شپږمې نېټې پایله به وي په مخ یوړلی شي.