Skip to main content
وروستي خبرونه
د شپني خبرونه

د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د چنګاښ ۲۹مه نېټه

له افغان حکومت سره د مذاکرې مېز ته د طالبانو د راکاږلو د هڅو په لړ کې، ولسمشر غني وايي چې ټاکل شوې په راتلوونکو څو اوونیو کې دا خبرې اترې پیل شي.

ښاغلي غني چې نن له غرمې وروسته (شنبې د چنګاښ په ۲۹ مه) په ارګ کې د «ښاري په نړیوال سمپوزیم» کې وینا کوله، خو د هېوا په بېلابېلو برخو کې د طالبانو د بریدونو پر دوام یې نیوکه وکړه.

ولسمشر غني له طالب ډلې وغوښتل چې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږي او هېواد کې د سولې د تامین او د هېواد د ابادۍ لپاره هڅه وکړي:«سوله زموږ موخه ده؛ د سولې په اړه زموږ په پرتله هېڅوک ټینګ هوډ نه‎لري خو تاوتریخوالی د یو بل منلو لار نه ده. کله چې څو ورځې او یا هم څو اوونۍ وروسته مذاکره پیلېږي، ولې په بې ګناه خلکو برید وکړو؟»

شریک یي کړئ

موږ په فېسبوک کې ومومئ

@Tolonews

د طلوع نیوز توییترپاڼه

@Tolonews